لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان سولې عمل کې اسانتياؤ برابرولو ته تيار دی، سرتاج عزيز


سرتاج عزيز دغه خبرې په نيويارک کې د افغانستان د امن او بيا ودانۍ په اړه د راجوړې شوې اعلی سطحې غونډې په مهال کړي دي .
سرتاج عزيز دغه خبرې په نيويارک کې د افغانستان د امن او بيا ودانۍ په اړه د راجوړې شوې اعلی سطحې غونډې په مهال کړي دي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د خارجه امورو او قامي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي ، که چرته افغان حکومت وغواړي نو پاکستان تيار دی چې د افغانستان د سولې په عمل کې د سهولت کار کردار ادا کړي .

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه سرتاج عزيز دغه خبرې په نيويارک کې د افغانستان د امن او بيا ودانۍ په اړه د راجوړې شوې اعلی سطحې غونډې په مهال کړي دي .

سرتاج عزيز وئيلي د افغان اولس ترڅنګ د پاکستان د امنيت دپاره افغانستان کې امن ضروري دی . نوموړي هيله څرګند کړې او وئيلي يي دي زر ده چې افغانستان کې د سولې عمل بيرته په ځايې شي .

نوموړي زياته کړې که چرته افغان حکومت اوغواړي پاکستان تيار دی چې د افغانستان د سولې په عمل کې د سهولت کار کردار اولوبوي .

سرتاج عزيز په دې خبره زور راوړی چې د پاکستان د هغه هڅو دې غلطه تشريح ونه کړی شي ، چې افغان طالبان يې د امن خبرو ته اماده کړي دي .

د راپورونو ترمخه د افغانستان د بيا ودانۍ او امن په اړه د خالي په ورځ ترسره شوې دغه غونډې مشري د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني، د چين خارجه وزير ينګ وي او د امريکي خارجه وزير جان کېري په ګډه کړې ده .

او په غونډه کې افغان چيف ايکزيکټيو عبدالله عبدالله، د ترکي مرستيال وزيراعظم يلماز او د اسټريليا، ايران، اټلي، قازقستان او ناروی خارجه وزيرانو او د يورپي يونين لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی دی .

چارواکو د افغانستان سره د اوږدې مودې دپاره د مرستو عزم څرګند کړی او په دې خبره يې زور راوړی چې د افغانستان د راتلونکې په خاطر دې د تېر وخت دغه " ګرېټ ګېم، غټه لوبه" دې په " ګرېټ ګېنز، غټو فائدو، ګټو" باندې بدله شي .

د دغې ګډې غونډې وروستو په جارې شوې اعلاميه کې وئيل شوي چې په غونډه کې د افغانستان سره په سياسي عمل، اقتصادي وده، امن او استحکام، سيمه ييزه مرستو او د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې د روغې جوړې د اوږد مهاله ملاتړ عزم څرګند کړی شوی دی .

سرتاج عزيز د ترکي خارجه وزير سره هم ليدلي ، او د نړيوالو امنيتي حالاتو ترڅنګ يې ورسره په خصوصي توګه د افغانستان او شام په اړه خبرې اترې کړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG