لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران د مِنا د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې


د ايران صدر حسن روحاني د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې غوښتنه کړې چې د ټېل ماټېل د پښې د اسبابو معلومولو او سږ کال د حج پ مهال د رامنځته شوې او دغه ډول نورو پېښو دې پلټنې وشي .
د ايران صدر حسن روحاني د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې غوښتنه کړې چې د ټېل ماټېل د پښې د اسبابو معلومولو او سږ کال د حج پ مهال د رامنځته شوې او دغه ډول نورو پېښو دې پلټنې وشي .

په سعودي عرب کې د حج په مهال د مکې ښار نه بهر په مِنا کې د ټېل ماټېل جوړېدو په پېښه کې د مړه شوؤ کسانو شمېره ۷۶۹ ته رسېدلې ده ، چې پکې زياته شمېره د ايران سره تعلق لرونکو کسانو ده . ايران په دغه پېښه د سعودي عرب غندنه کړې او د حج په انتظام کې په غفلت يا بې پروائۍ کولو يې پرې د مقدمې چلولو وئيلي دي .

د پاکستان د مذهبي امورو وزارت پخلی کړی چې د مِنا پېښه کې ۱۸ پاکستانيان مړه او ۲۰ نور ژوبل شوي دي ، ولي ځايي مطبوعات دغه شمېره زياته ښايي او وايي چې په سلګونو پاکستانيان د مِنا د پېښې نه پس بې درکه دي .

د ايران صدر حسن روحاني د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې غوښتنه کړې چې د ټېل ماټېل د پښې د اسبابو معلومولو او سږ کال د حج په مهال د رامنځته شوې او دغه ډول نورو پېښو دې پلټنې وشي .

بل لور ته د ايران خارجه وزير محمدظريف په نيويارک د امريکې خارجه وزير جان کېري سره د ليدو په مهال د حج په موقع په رامنځته شوې پېښه افسوس څرګند کړی دی .

د سعودي عرب چارواکو پخلی کړی دی چې د مِنا پېښه کې د مړو شمېره ۷۶۹ ته رسېدلې ده او ۹۳۴ کسان پکې ژوبل شوي دي ، چې پکې ۱۳۶ کسان د ايران سره تعلق لري .

اوسعودي چارواکي وايي په مِنا کې د حاجيانو له خپلې وجې ټېل ماټېل جوړ شوی اودغه پېښه رامنځته شوې ده . او د سعودي عرب مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز ال شيخ وئيلي سعودي چارواکي او اړونده ادارې د دغې پښې زمه وارې نه دي .

د ايران ميډيا وئيلي د مِنا د پېښې نه پس يې ۳۰۰ ملکي وګړي بې درکه دي .

او د ايران مرکزي وکيل استعاثه ابراهيم رئيسي وئيلي د سعودي عرب لخوا د حاجيانو دپاره نامناسبه انتظامات مجرمانه غفلت دی ، د کوم چې د نړيوال قانون لاندې حساب پکار دی .

د ايران سرکاري ټي وي سره خبرو کې نوموړي وئيلي د مړينو دغه پېښه د ځايي چارواکو لخوا د پورته کړی شوؤ ګامونو نتيجه ده ، هغه وئيلي د سعودي د شاهي خاندان يو کاروان ته د ځايې يا لار ورکولو دپاره حاجيان د سړک نه لرې تښتؤل شوي ځکه دغه ټېل ماټېل جوړ شوی دی .

د حج په مهال د زيارت په ورځ مِنا کې په رامنځته شوې پېښه کې چې د مختلفو ملکونو وګړي مړه شوي دي ، تراوسه پورې د سعودي چارواکو لخوا د مړه شوؤ کسانو کره تفصيل مخې ته نه دی راغلی چې د دغو کسانو تعلق د کومو ملکونو سره دی .

خو د پاکستان په ګډون، ايران، افغانستان، هند، انډونيشيا،مراکش، مصر او افريقايي هېوادونو په دغه پېښه کې د خپلو وګړو د مړينې پخلی کړی دی .

د سعودي عرب د مطبوعاتو ترمخه سږ کال د ۲۰ لکو نه زيات خلک د ګردې نړۍ نه سعودي عرب ته د حج دپاره راغلي وو، او د حج په مهال په مِنا کې رامنځته شوې پېښه د حج په دوران کې ۲۵ پس غټه خونړۍ واقعه شوې ده .

په کال ۱۹۹۰م کې په مِنا کې د ټېل ماټېل جوړېدو په نتيجه کې د ۱۴۰۰ نه زيات کسان مړه شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG