لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي پاکستاني وسله وال داعش سره یو ځایې شوي


 داعش په نامه وسله واله ډله په افغانستان کې د ځان منظم کولو په هڅو کې ده.
داعش په نامه وسله واله ډله په افغانستان کې د ځان منظم کولو په هڅو کې ده.

ملګرو ملتونو پخپل یو راپور کې وئیلي د داعش په نوم راپورته شوې د تندروه وسله والو ډله د افغانستان په 25 ؤ ولایتونو کې فعالیتونه کوي خو دپاکستان یو شمیر وسله وال هم د داعش لیکې ته ورګډ شوي دي.
دداعش جنګیالي دا مهال د افغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې طالبانو سره په جګړو بوخت دي اؤ داسې راپورونه هم مخې ته راغلي چې دغو جنګیالو په سیمه کې د یو شمیر عامو وګړو څخه هم سرونه غوڅ کړي دي.
دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې شوي،چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د دفتر څخه دافغانستان په اړه خپور شوی دی.

په راپور کې وئیل شوي چې په سوريه او عراق کې رامنځته شوې د داعش په نامه وسله واله ډله په افغانستان کې د ځان منظم کولو په هڅو کې ده.

د افغانستان خبري ادارې پژواک د سرچینو له خولې وئیلي چې د طالبانو لس فیصده وسله وال هم داعش سره خواخوږي لري او يا هم ورسره يو ځای شوي دي.

د پژواک د راپور له مخې دداعش او القاعدې په اړه د ملګرو ملتونو څارونکې ډلې وئیلي چې دافغانستان په يو شمېر

ولايتونو کې داعش سره د وفادارۍ او ملګرتيا کوونکو کسانو کچه مخ په لوړېدو ده.

خو ددې تر څنګ په دې وروستیووختونو کې په پاکستان کې هم دداعش د پراختیا نخښې نخښانې لیدل شوي اؤ که یو لوري ته د پاکستاني طالبانو ګڼ شمیر وسله والو داعش سره د خپل پیوستون اعلان کړی نو بل لوري ته دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې په دیوالونو د داعش په پلوۍ نعرې هم لیکل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې دافغان چارواکو په حواله راغلي،چې د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې د داعش وسله واله ډله فعاليت کوي.

سرچينې زياته کړې، چې د داعش وسله وال په ځينوسيمو کې افغان ځواکونو سره جګړه کوي، خو په ځينو سيمو کې بيا دا جګړې ډيرې کمې دي.

پژواک ددغه راپور په اساس وئیلي په ننګرهار ولايت کې د داعش وسله وال د دولتي ځواکونو په ځای طالب وسله والو سره په جګړو بوخت دي .

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم راغلي،چې دازبکستان، پاکستان اود القاعدې اړونده يوشمېر وسله وال داعش سره يو ځای شوي دي.

سرچينه وايي، د داعش شاوخوا 70 وسله وال عراق او سوريې څخه افغانستان ته راغلي او ددې ډلې د پياوړي کولو هڅه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG