لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومتي مامورینو ته د طالبانو دړکه


Pakistan Taliban
Pakistan Taliban

د پاکستاني طالبانو تحریک ددغه هیواد ټولو سرکاري یا دولتي مامورینو ته دړکه کړې ده چې د سرکار د نوکرۍ څخه لاس واخلي ګنې طالبان به یې په ضد خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

دا لمړی ځل دی چې په پاکستان کې وسله والو یاغي طالبانو د خپل مقاومت په مهال د دولتي مامورینو په ضد د جنګیدو دړکه کړې ده .

له دې وړاندې طالبانو یوازې په امنیتي عسکرو اؤ حکومت پلوه قومي مشرانو بریدونه کول اؤ په سوات کې یې امنیتي عسکر د نوکرو په پریښودو مجبور کړي وؤ.

د لویې اختر په مناسبت جاري کړي یو بیان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر مولوي فضل الله وئيلي "د پاکستان دحکومت د لوړې پایې څخه نیولې تر یو ادني ملازم دپاره زما دا پیغام دی چې خپلې نوکرۍ پریږدئ اؤ توبه وباسئ په دې کې ستاسو ګټه ده"

مولوي فضل الله پخپل دغه بیان کې دپاکستان دحکومت ملازمان د کفر ملازمان ګرځولي اؤ وئیلي یې دي هغوئ دشریعت د نفاذ مخې ته خنډ دي.

نوموړي دړکه کړې چې که هغوئ د حکومت د نوکرۍ نه لاس وانخلي نو طالبان به یې جنت ته د تللو په په جذبه خلاف وجنګیږي.

دپاکستان حکومت اؤ امنیتي ځواکونه دعوه کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر مولوي فضل الله په ګاونډي هیواد افغانستان کې پټ دی اؤ هلته نه د خپلو وسله والو په ملاتړ پاکستان کې ورانکارۍ کوي.

پاکستان څو کرته افغان حکومت څخه غوښتنه هم کړې ده چې مولوي فضل الله باید هغوئ ته وسپاري خو افغان حکومت لا تر اوسه دغې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی وئیلي البته دریځ یې خپل کړی چې افغان حکومت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد وکاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG