لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي باچا ايران سره د شوي جوهري تړون ملاتړ کړی


دواړو مشرانو " د دې خبرې په ضرورت زور راوړی چې په سيمه کې امن، خوشحالي او ثبات په ځايې وساتلي شي".
دواړو مشرانو " د دې خبرې په ضرورت زور راوړی چې په سيمه کې امن، خوشحالي او ثبات په ځايې وساتلي شي".

د امريکې صدر باراک اوباما سره د جمعې په ورځ سپينه ماڼۍ کې د ليدو په مهال د سعودي عرب باچا سلمان د امريکې په ګډون د پينځه غربي طاقتونو د ايران سره د شوي جوهري تړون د ملاتړ کولو څرګندونه کړې ده .

د سپينې ماڼۍ ترمخه دواړو مشرانو " د دې خبرې په ضرورت زور راوړی چې په سيمه کې امن، خوشحالي او ثبات په ځايې وساتلي شي".

سعودي عرب له دې وړاندې د ايران سره په جوهري تړون باندې هم اندېښنې څرګندې کړې وې .

د سعودي عرب د باچا جوړېدو نه پس د شاه سلمان دا د امريکې لمړۍ دوره ده .

د صدراوباما او شاه سلمان ترمينځ دغه خبرې په داسې مهال شوي چې د امريکې په مشرۍ اتحاد په عراق او شام کې د داعش په ضد عمليات کوي ، او د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد په يمن کې د ايراني ملاتړ لرونکو حوثيانو ته د ماتې ورکولو هڅې کوي .

سپينې ماڼۍ وئيلي چې امريکې د يمن او شام کې د روانو شخړو په اړه د سعودي عرب د اندېښنو سره اتفاق کړی دی .

مطبوعاتو سره د خبرو نه وړاندې صدر اوباما د سعودي باچا د هغې خواهش ملاتړ کړی چې په يمن کې دې د انساني شخړې د خاتمې دپاره ګډ حکومت جوړ شي .

د امريکې د قامي سلامتۍ مرستيال صلاح کار بن روډس وئيلي دا په مهم وخت کې مهمه دوره ده ځکه چې په سيمه کې يو شمېر بدلونونه روان دي .

د امريکې د خپلې لمړۍ دورې په مهال د سعودي عرب باچا سلمان او صدر باراک اوباما ترمينځ خبرې په داسې مهال شوي ، چې ايران سره د امريکې په ګډون د پينځه غربي طاقتونو لخوا جوهري تړون شوی ، ايران به جوهري وسلې نه جوړوي او په ايران لګېدلي بنديزونه به ختمولی شي .

خو په دغه تړون سعودي عرب اندېښنې څرګندې کړې وې .

بل لور ته په شام او عراق کې د داعش په ضد د امريکې په مشرۍ د اتحاد لخوا عمليات دوام لري .

او په يمن کې د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد حوثي ياغيانو ته د ماتې ورکولو هڅه ورکوي ، چاته چې د ايران ملاتړ حاصل دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG