لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د شام په پالميره ښار کې نور لرغوني اثار تباه کړي


دولت اسلاميه يا داعش چې کله پالميره ښار په ولقه کې اخيستی ، د هغې وخت راهسې يې دغه رنګ کارونه روان ساتلي دي
دولت اسلاميه يا داعش چې کله پالميره ښار په ولقه کې اخيستی ، د هغې وخت راهسې يې دغه رنګ کارونه روان ساتلي دي

په شام کې د داعش تندروه ډلې د وسله والو لخوا د تاريخي اثارو تباه کولو لړۍ دوام لري ، او په وروستيو کې يې د پاليمره ښار درې نور تاريخي ګمبدونه تباه کړي دي .

د شام د لرغونو اثارو د محکمې مشر معمون عبدالکريم د جمعې په ورځ وئيلي چې وسله والو په ورستيو کې هغه درې ګمبدونه تباه کړي دي چې پکې يو د ۱۰۳ قبل مسيح د ال هيبل ګمبد هم شامل دی .

هغه وئيلي دغه اطلاعات ورته د امريکې د بوسټن پوهنتون لخوا د ورکړی شوؤ عکسونو د لارې مېلاؤ شوي دي .

دولت اسلاميه يا داعش چې کله پالميره ښار په ولقه کې اخيستی ، د هغې وخت راهسې يې دغه رنګ کارونه روان ساتلي دي او له دې وړاندې يې په دغه ښار کې د رومن دور د " بل ټمپل" په ګډون دوه تاريخي عبادتخانې تباه کړي دي .

د روانې اوونۍ په لمړي سر کې د ملګرو ملتونو د ثقافت او تاريخي اثارو لپاره ادارې (يونيسکو) مشر نړۍ ته خبر ورکړی ؤ ، چې د پاليمره تباهي د انساني تهذيب په ضد ناقابل معافي جرم ګڼلی شي .

د وسله والو خيال دی چې دغه تاريخي ورثې بُت پرستۍ ته وده ورکوي ، او هغويې په عراق کې ډېرې تاريخي خزانې تباه کړي دي .

د پالميره ښار د رومن بادشاهانو يو داسې مهم ښار ؤ چې د هند، چين او فارس نه يې هم زياتې ژورې اړيکې وې .

د يونيسکو ترمخه په مارچ ۲۰۱۱م کې د شام د شخړې راولاړېدو نه مخکی پالميره په منځني ختيز کې د سېلګرو د خوښې ځايې وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG