لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: دطوفاني باران له امله پينځه کسان مړۀ،٣٠ ژوبل


 دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه پيښور کې دتيزې هوا راتللو ترڅنگ سخت باران وريدلى چې له امله يې گڼې دکورونو چتونه، ديوالونه اؤ ونې راپريوتي اؤ دبيلا بيلو ودانو شيشې ماتې شوي دي.
دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه پيښور کې دتيزې هوا راتللو ترڅنگ سخت باران وريدلى چې له امله يې گڼې دکورونو چتونه، ديوالونه اؤ ونې راپريوتي اؤ دبيلا بيلو ودانو شيشې ماتې شوي دي.

دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دسخت باران اؤ طوفان له امله دکورونو دچتونو اؤ ديوالونو دراپريوتو په نتيجه کې لږ ترلږه پينځه کسان مړۀ شوي اؤ د٣٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه پيښور کې دتيزې هوا راتللو ترڅنگ سخت باران وريدلى چې له امله يې گڼې دکورونو چتونه، ديوالونه اؤ ونې راپريوتي اؤ دبيلا بيلو ودانو شيشې ماتې شوي دي.

دباران له امله گڼو سيمو کې ولاړو فصلونو ته زيان رسيدلى اؤ مړو اؤ ژوبلو کې ماشومان هم شامل دي.

ښار کې درکشو په يوه اډه تندر هم راپريوتى چې په نتيجه کې يې دلسو څخه زياتې رکشې سوځيدلي دي.

دموسمياتو محکمې دزيارت په ورځ دراتلونکي يو شواروز په مهال دپيښور په گډون دخيبرپښتونخوا ځينو سيمو کې دباران اؤ تيزې هوا پيشنگوئي کړې ده.

ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي.

سږکال له دې وړاندې دپشکال دبارانونو په مهال هم پيښور کې په لسگونو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ اؤ دچترال په گډون دخيبرپښتونخوا نورو سيمو کې هم دسختو بارانونو اؤ سيلابونو له امله ځاني اؤ مالي تاوانونه اوښتي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG