لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان:دډرون بريد کې پينځه کسان وژل شوي


 دسرچينو ترمخه امريکائي جاسوسي الوتکې(ډرون) دشمالي وزيرستان ددته خيل تحصيل په کرونده نومې سيمه کې په يو کور دوه ميزائيلونه وداغل
دسرچينو ترمخه امريکائي جاسوسي الوتکې(ډرون) دشمالي وزيرستان ددته خيل تحصيل په کرونده نومې سيمه کې په يو کور دوه ميزائيلونه وداغل

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون يو بريد کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي.

شمالي وزيرستان کې دغه ډرون بريد په داسې حال کې شوى چې سيمه کې دپاکستان پوځ هم دتيرکال دجون دمياشتې راهسې دتندلارو په ضد دضرب عضب په نوم په عملياتو بوخت دى اؤ دعوه کوي چې په دغو بريدونو کې دخواؤشا ٣٠٠٠ؤ جنگيالو دوژلو ترڅنگ دهغوي په سلگونو ځالې هم تباه کړي.

خوقبائيلي سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دسرچينو ترمخه امريکائي جاسوسي الوتکې(ډرون) دشمالي وزيرستان ددته خيل تحصيل په کرونده نومې سيمه کې په يو کور دوه ميزائيلونه وداغل چې امله يې پينځه کسان ووژل شول، سرچينې وائي دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

بريد کې دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو په سمدستي توگه نۀ ده شوې خو له دې وړاندې شمالي وزيرستان کې امريکائي ډرون بريدونو کې اکثره دالقاعده اؤ طالبانو پشان ډلو جنگيالي په نخښه کړل شوي دي.

تيره مياشت هم شمالي وزيرستان کې همدغه شان يو ډرون بريد کې پينځه شکمن جنگيالي وژل شوي دي، دغه بريد دشمالي وزيرستان ددته خيل په لوړه منډۍ سيمه کې شوى ؤ.

شمالي وزيرستان به دالقاعده سره دتړلو طالب جنگيالو يوه مضبوطه ځاله گڼل کيده خو دافغانستان اؤ امريکا اؤ لويديزو هيوادونو دغوښتنو څخه وروستو پاکستان شمالي وزيرستان کې تيرکال دجون په مياشت کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخسته اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرې اترې ناکامه شوې.

پاکستان ډرون بريدونه دخپلې خپلواکۍ په ضد بولي خوامريکائي چارواکي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ډرون بريدونه يوه موثره وسله گرځوي.

که هر څو پاکستان پخپلو قبائيلي سيمو دډرون حملو په ښکاره مخالفت کوي خو دلويديزې ميډيا دراپورونو ترمخه دډرون دغه شان حملو ته نۀ يواځې دا چې په خفيه توگه دپاکستان ملاتړ ترلاسه دى بلکې په ځينو حملو کې يې خفيه ادارې دهدف په ټاکلو کې هم مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG