لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني کې بمې چاودنې د یوې کورنۍ 6 کسان وژلي


چاودنه د یوې چنګ چي رکشې مخې ته شوې ده
چاودنه د یوې چنګ چي رکشې مخې ته شوې ده

چارواکي وایي د نهې په ورځ د افغانستان د غزني ولایت په ده یک اولسوالۍ کې د سړک د غاړې یوه بمي چاودنه کې د ښځو اؤ ماشومانو په ګډون 6 کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دغزني د والي ویاند محمد شفیق ننګ خبریالانو ته وئیلي دغه چاودنه د ده یک اولسوالۍ رباط سیمه کې په یوه چنګ چي رکشه شوې ده چې پکې دوه ښځې ، درې ماشومان اؤ یو سړی مړه شوي اؤ درې تنه نور ژوبل دي.

هغه وئیلي دي دغه چاودنه کې د وژل شوؤ کسانو تعلق د یوې کورنۍ سره وؤ.

ددغه چاودنې پړه تر دې مهاله کومې تندروه وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخستې خو د والي ویاند دعوه کړې ده چې دغه ماین د سړک په غاړه دحکومت مخالفینو ښخ کړی ؤ.

افغانستان کې له دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې دسړک د غاړې بمي چاودنو کې په سوؤنو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG