د جمعې په ورځ افغان چارواکو دعوه کړې چې د هلمند موسي قلعه اولسوالۍ کې د بهرنو ځواکونو په هوايي ملاتړ د افغانستان پوځ د طالبانو په ضد په پراخه ډول عملیات کړي چې پکې 110 طالب جنګیالي وژل شوي اؤ 28 نور ژوبل شوي دي.
موسي قلعه اولسوالي تیره ورځ د یوې خونړۍ جګړې څخه وروستو یاغي طالبانو پخپل کنټرول کې اخستې وه اؤ امنیتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې وه.
د افغانستان خبري ادارې پژواک د هلمند د پوځي مرکز د مطبوعاتي څانګې د مشر محمد رسول ځاځي له خولې خبر ورکړی چې تیره ورځ د افغانستان امنیتي ځواکونو د موسي قلعه په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو په ضد په پراخه کچ عملیات پیل کړي چې ټوله شپه یې هم دوام کړی.
ښاغلی ځاځی وايي په دغو عملیاتو کې افغان پوځ ته د بهرنو ځواکونو هوايي مرسته هم ترلاسه ده اؤ تر دې مهاله پکې 110 طالبان وژل شوي اؤ 28 نور ژوبل شوي دي.
هغه وویل په دغو وژل شوؤ جنګیالو کې د طالبانو سیمه ایز مشران ملا عبدالرزاق. ملا ناصر، ملا انقلابي اؤ ملا رؤف هم شامل دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم دعوه کړې ده چې امنیتي ځواکونه د موسي قلعه مرکز ته نزدې شوي اؤ ډیر زر به دغه اولسوالي بیرته له طالبانو ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د هلمند د ولایتي شورا رئیس اؤ نورو غړو مطبوعاتو ته اندیښنه ښودلې وه چې که امنیتي ځواکونو په وخت د طالبانو مخه ونه نیوله نو ویره ده چې هغوئ د هلمند مرکز لښکر ګاه اؤ ګریشک اولسوالو پورې ورسي اؤ د خلکو ژوند ته خطرې راولاړې کړي