لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشوال عملياتو کې ٢٠٣ جنگيالي وژل شوي،جنرال راحيل


 جنرال راحيل شريف دزيارت په ورځ دشمالي وزيرستان دشوال سيمې دوره کړې اؤ دغلته يې دخپلې وينا په مهال وئيلي دي چې دهاغو کسانو مخونه به راڅرگندولى شي چاچې دهغوي دخلکو اؤ بچو په وژلو کې مرسته کړې ده.
جنرال راحيل شريف دزيارت په ورځ دشمالي وزيرستان دشوال سيمې دوره کړې اؤ دغلته يې دخپلې وينا په مهال وئيلي دي چې دهاغو کسانو مخونه به راڅرگندولى شي چاچې دهغوي دخلکو اؤ بچو په وژلو کې مرسته کړې ده.

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وئيلي دي چې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې دترهه گرو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو کې تر دې مهاله 203 جنگيالي وژل شوي دي.

جنرال راحيل شريف دزيارت په ورځ دشمالي وزيرستان دشوال سيمې دوره کړې اؤ دغلته يې دخپلې وينا په مهال وئيلي دي چې دهاغو کسانو مخونه به راڅرگندولى شي چاچې دهغوي دخلکو اؤ بچو په وژلو کې مرسته کړې ده.

دپوځ سرلښکر سيمه کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوختو عسکرو غږ کړى چې ترهه گر اؤ دهغوي ځالې دې دسيمې څخه پاکې کړي اؤ دترهه گرو اؤ دهغوي دخواخوږو ترمينځ دې رابطې ختمې کړي.

دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه جنرال راحيل شريف دشوال عملياتو کې دبوختو عسکرو سره ليدنه کړې اؤ دتندلارو په ضد يې دهغوي دهڅو ستائينه کړې ده.

پوځي وياند دجنرال راحيل له خُلې وئيلي دي مونږ به هيواد کې چاته دخپلو خلکو اؤ بچو دوژلو اجازه ورنۀ کړو اؤ(دترهه گرو) سره دمرسته کوونکو کسانو مخونه به راڅرگندوؤ

دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې فضائي بريدونو کې اضافه اؤ سيمه کې دپاتې جنگيالو په ضد ځمکني عمليات پيل کړل چې څو اوونۍ دمخه دپنجاب په اټک سيمه کې يو ځانمرگي بريد کې دپنجاب صوبائي داخله وزير شجاع خانزاده ووژل شو.

شمالي وزيرستان ايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې تر ډيره وخته دسيمه ييزو اؤ بهرنو جنگيالو دواک لاندې پاتې شوې خو پوځ دغلته تيرکال دجون په مياشت کې عمليات پيل کړل اؤ دعوه کوي چې دغلته يې دعملياتو څخه وروستو اوس په زياترو سيمو خپل واک ترلاسه کړى اؤ په زرگونو ترهه گر يې هم وژلي، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG