لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د خپلې سفارتي عملې په تحفظ د پاکستان اندیښنه


هغه وویل مونږ د خپلو تحفظاتو څخه افغان چاروکي خبر کړي دي
هغه وویل مونږ د خپلو تحفظاتو څخه افغان چاروکي خبر کړي دي

پاکستان وایي افغانستان کې یې د خپلې سفارتي عملې د سلامتۍ په هکله اندیښنو څخه افغان حکومت خبر کړی.

د زیارت په ورځ د پاکستان د خارجه وزارت ویاند قاضي خلیل الله خبریالانو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال وئیلي افغانستان کې د پاکستاني سفارتي عملې،سفارت اؤ قونصل خانو تحفظ د پاکستان اولینه ترجیح ده

د هغه وینا وه "مونږ د خپلو تحفظاتو څخه افغانستان کې متعلقه چارواکي خبر کړي دي اؤ هغوئ راته دا باور راکړی چې زمونږ د سفارتي عملې اؤ ودانیو د ساتنې دپاره به د وس لاندې ټول ګامونه اخلي"

اخوا داسې اطلاعات ترلاسه شوي چې کابل کې تعینات د پاکستاني عملې هاغه غړي چې د سفارتي خانې د ودانۍ نه بهر د استوګنې سیمو کې اوسیدل هغوئ د امنیتي اندیښنو له امله اوس سفارتخانې ته لیږل شوي دي خو په دغه لړ کې په رسمي ډول کوم بیان مخې ته نه دی راغلی.

قاضي خلیل الله وویل د افغان میډیا له لارې دپاکستان په کیدونکې پروپیګنډه باندې پاکستان د وړاندې څخه افغان چارواکي د خپلو اندیښنو نه خبر کړي دي.

تیره اوونۍ اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زئ خارجه وزارت ته راغوښتل شوی و اؤ ورته وئیل شوي وؤ چې باید افغانستان کې د پاکستان د سفارتي عملې، سفارت ، قونصلګریو اؤ پاکستاني وګړو تحفظ یقیني کړل شي.

د افغانستان سفیر پاکستاني چارواکو روستو له هغې راغوښتی ؤ چې تیره اووني د دواړو هیوادونو په ګډه پوله د پاکستاني اؤ افغاني ځواکونو ترمینځ نښته کې دواړو خواؤ ته د ځاني نقصان اوختو څخه وروستو کابل کې دپاکستان سفیر افغان چارواکو وزارت خارجه ته رابللی ؤ

د افغانستان په بیلابیلو پرخو کې په اوسنو وختونو کې د پاکستان په ضد احتجاجي مظاهرې هم شوې وې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG