لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبر کې ښخه کړل شوې مړه پیغله بیا څنګه راژوندۍ شوه ؟


جینۍ چې قبر نه راوویستل شوه نو په ګوتو یې د زخمونو نخښې جوړې شوې وې
جینۍ چې قبر نه راوویستل شوه نو په ګوتو یې د زخمونو نخښې جوړې شوې وې

مړي نه ژوندي کیږي خو کله کله داسې عجیبه پیښې رامینځته شي چې د بنده عقل وخوځوي . اؤ دغسې د مړي د ژوندي کیدو یوه پیښه چې اوس اوس یوه ویډیو کې لیدل شوې د خلکو توجو یې ځان پله راګرځولې ده.

د وائس اف امریکا اردو سروس خبریاله نصرت شبنم د لندن نه خپل یو راپور کې لیکي چې یوه چې پخپل مرګ مړه شوې یوه پیغله له مړینې یوه ورځ وروستو قبر کې راپاڅیدلې اؤ د مدد دپاره یې چغې وهلې خو تر څو چې دهغې خپلوانو دهغې مرسته کوله نو تر هغې دغه جینۍ مړه شوې وه

په یوه حیرانوونکې ویډیو کې لیدل کیږي چې دشپاړس کلنې نیسي پریز د بچ کولو دپاره د هغې د کورنۍ خلک د کنکریټ یا باجرۍ د بلاک څخه جوړ شوی قبر په څټک ماتوي اؤ دهغې تابوت بهر راوباسي.

د جینۍ خپلوانو کې کله د هغې مړی د قبر څخه راوویستو نو وئ لیدل چې د تابوت د شیشې دکړکۍ قبضه ماته ده اؤ د هغې د لاس په ګوتو د زخمونو نخښې ښکاري.

خو د ډاکټرانو لخوا د هغې د ژوند ژغورلو د هڅو باوجود دغه جینۍ مړه وګرځول شوه اؤ بیرته قبر کې ښخه کړل شوه.

په دغه راپور کې راغلي چې مړه شوې جینۍ پیریز د دریوؤ میاشتو حامله یا د امید څخه وه اؤ هغه په لویدیز هونډوراس کې د خپل کور نه بهر تشناب ته د ضرورت دپاره وتلې وه خو وروستو بې هوشه وموندل شوه

د هغې د کورنۍ خلکو فکر کولو چې دغه جینۍ بهر د ډزو اوازونه اوریدلي اؤ له ویرې بې هوشه شوې خو کله چې د هغې په خوله ځکونه راغلل نو هغوئ وګڼله چې ګنې په دې پیریان ناست دي اؤ بیا یې یو سیمه ایز پادري راوستو.

پادري هغې نه د پیریانو کوزولو هڅې وکړې خو ددغه جینۍ نه دم وختلو اؤ چې کله روغتون ته یوړی شوه نو بیا درې ساعته وروستو ډاکټرانو مړه وګرځوله.

دغه جینۍ دهغې د واده په جوړه کې ښخه کړل شوې وه ځکه چې واده یې اوس اوس شوی ؤ.

ډاکټران ګمان کوي چې دغه جینۍ باندې د سختې ویرې څپه تیره شوې وه چې د هغې له امله یې د زړه حرکت فعالیتونه په عارضي ډول ودریدلي وؤ خو د د جینۍ کورنۍ په ډاکټرانو تور لګوي چې هغوئ ډیر په بیړه کې دغه جینۍ مړه ګرځولې وه.

دجینۍ د مړینې یوه طبي وجه دا هم ښودل کیږي چې کیدی شي په هغې د کیټا پلیکسي حمله شوې وي( کیټا پلیکسي هغه طبي اصطلاح ده چې کله یو بنده د ډیرو جذباتو یا خنده له امله په جسماني توګه باندې دم ختلی شي خو وروستو بیا هم په هوش کې راځي) اؤ کیدی شي دغه جینۍ هم په قبر کې دغه شان په هوش کې راغلي وي اؤ د تابوت نه د راوتلو کوشش یې کړی وي خو تابوت کې د اکیسجن د کمي په وجه مړه شوي وي.

د جینۍ د تره زوئ وئیلي کله چې دغه جینۍ د تابوت نه راوویستل شوه نو دهغې وجود لږلږ تود ؤ خو رنګ یې هم شان ؤ ، د هغې مړی اوچ شوی نه ؤ اؤ داسې ښکاریده لکه چې اوس اوده شوي وي داسې نه ګنې چې یوه ورځ وړاندې مړه شوې ده.

د جنازې نه یوه ورځ وروستو دجینۍ خاوند روډي ګونزالس چې کله لا اینټرډا جنرل مقبره کې دهغې قبر ته ورغلو نو د هغې د قبر څخه ډوبې،ډوبې چغې راختلې،

هغه سیمه ایز ټي وي پرائمر ایمپیکټو ته وئیلي "کله چې ما په قبر لاس کیښودو نو هغه ډبیدو، اؤ ما د هغې غږ واوریدو چې د مرستې دپاره یې چغې وهلې، د هغې د ښخیدو پوره یوه ورځ شوې وه اؤ ما په دې خبره باور نه کولو ، دا یو ډیر عجیبه کیفیت ؤ اؤ زما هیله پیدا شوې وه"

د مقبرې ګورکند جیسیس ویلن ویوا هم وئیلي چې هغه ددغه قبر نه چغې اوریدلې وې خو ما دا تصور هم نه شو کولی چې څوک په قبر کې هم ژوندي کیدی شي.

د جینۍ د کور خلکو وئیلي چې ګونزالیس هم په دغه غرمه کور ته راغي اؤ د لیونو پشان یې د جینۍ نامه اخسته اؤ دقبر پرانستو فریاد یې شروع کړو.

د قبر پرانستو څخه وروستو د پریز تابوت په یو ټرک کې نزدې هسپتال ته ورسول شو اؤ هلته ډاکټرانو د هغې د بیا ژوندي کولو په هڅه کې د هغې څو ټیسټونه واخستل خو ددغو ټیسټونو نه واضحه شوه چې دا جینۍ په طبي ډول مړه شوې ده.

ډاکټر کلودیا لوپز وویل د جینۍ د کورنۍ دعوه وه چې دغه جینۍ ژوندۍ ده خو هغه مړه شوې وه اؤ وروستو چې د هغې کورنۍ ناهیلې شوه نو د جینۍ تابوت یې بیا ټرک کې واچولو اؤ هم په هغه قبر کې یې ښخه کړه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG