لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اکبربګټي د نهم تلین په مهال بلوچستان کې کاربندیز روان دی


کاروباري مارکیټونه تړل شوي اؤ قضایې چارې په ټپو ولاړې دي
کاروباري مارکیټونه تړل شوي اؤ قضایې چارې په ټپو ولاړې دي

د شورو په ورځ دبلوڅ ملت پاله مشر اؤ د جمهوري وطن پارټۍ د وژل شوي لارښود نوابزاده اکبر بګټي د نهم تلین په مهال د بلوچستان په بیلابیلو برخو کې کار بندیز شوی اؤ قضایې چارې په ټپو ولاړې وې.

د اکبر بګټي د نهم تلین په ورځ دغه کار بندیز د جمهوري وطن پارټۍ په غږ شوی اؤ د سیمې څخه سرچینو ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي چې د مسلم لیګ (ن) په ګډون د بلوچستان هایي کورټ بار کلک ملاتړ هم دغه هړتال ته حاصل دی.

د هړتال په مهال په کوئټه ، بروري روډ، سریاب روډ، سڼلائټ ټاؤن، مستونګ، خضدار، ګوادر، پسني، دالبندین، اوران، نوشکي اؤ خاران کې کاروباري مارکیټونه تړل شوي وؤ اؤ وکیلان عدالتونو ته نه دي وړاندې شوي .

په دغه مهال د محکمو په ودانو کې وکیلانو پخپلو دفترونو تور بیرغونه هم راځونډ کړي وؤ.

اکبربګټي د بلوچستان یو مخور سیاسي قام پرست مشر ګڼل کیدو چې ددغه صوبې اعلي وزیر اؤ ګورنر هم پاتې شوی ؤ خو وروستو د پاکستان دپخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ په دور کې د بلوچستان په کوهلو سیمه کې په 26م اګست کال 2006ء کې یوه پوځي کارروایۍ کې وژل شوی ؤ.

دخپل ژوند په وروستو وختونو کې هغه په پوځي واکمنانو تورونه لګولي وؤ چې د بلوچستان خلک یې د خپلو ټولو جمهوري،سیاسي،اؤ بشري حقونو څخه محروم ساتلي اؤ ددې صوبې په وسائیلو پنجاب خیټه اچولې ده .

د پوځي واکمنۍ په موده کې په دغسې مفکوره لرلو هغه یاغي ګرځول شوی ؤ اؤ د مخروتیا ژوند یې کولو .

د پاکستان د هاغه وخت پوځي حکمران جنرال پرویز مشرف نواب اکبر بګټي ته خبرداری ورکړی ؤ چې که وژل یې وغواړي نو هغه به خبر هم نه وي چې د کوم لوري ولګیدو اؤ وژل شوی به وي.

اؤ وروستو اکبر بګټي په یوه پوځي کاروایۍ کې خپل ژوند د لاسه ورکړو چې د هغه د قتل مقدمه اوس هم په پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف سوره ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG