لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې عبدالعزیز حقاني نړیوال ترهګر ګرځولی


عبدالعزیز حقاني د حقاني نیټ ورک د مشر سراج الدین حقاني رور دی
عبدالعزیز حقاني د حقاني نیټ ورک د مشر سراج الدین حقاني رور دی

امریکې د ترهګرې ډلې "حقاني نیټ ورک" یو مهم مشر عبدالعزیز حقاني نړیوال ترهګر ګرځولی اؤ د هغه نوم یې د ترهګرو په ځانګړي فهرست کې شامل کړی.

د امریکې د خارجه محکمې له لوري جاري شوي یو بیان کې وئیل شوي چې دغه فهرست کې د عبدالعزیز حقاني د نوم اچولو څخه وروستو دهغه هاغه ټولې پنګې چې د امریکې د واک لاندې دي ګنګل کړی شوي اؤ امریکایي وګړي به هغه سره د هر رقم لین دین نه کولو پابند وي.

د بیان له مخې عبدالعزیز حقاني د حقاني نیټ ورک د مشر سراج الدین حقاني رور دی اؤ هغه د تیرو څو کالو راهسې نه یوازې افغانستان کې په دولتي تاسیساتو د بمونو د بریدونو کولو پلانونه تیاروي بلکې په شکمن ډول پخپله هم دغو بریدونو کې برخه لري.

تیر کال د اګست میاشت کې د امریکې دخارجه محکمې د پروګرام "ریوارډز فار جسټس" په اساس د عبدالعزیز حقاني د ګرفتارۍ په لړ کې معلوماتو ورکوونکو دپاره د پنځوسو لکو ډالرو د انعام اعلان هم شوی ؤ.

امریکا له دې وړاندې په کال 2012 ء کې حقاني نیټ ورک نړیوال ترهګر تنظیم ګرځولی ؤ اؤ ددې مشران نړیوال ترهګر ګرځولي وؤ.

په حقاني نیټ ورک تور دی چې هغه افغانستان کې نه یوازې په افغان حکومت اؤ وګړو بلکې په امریکايي مفادانو هم بریدونه کوي

زیاتره وخت افغان چارواکي داسې تورونه هم لګوي چې دغه ترهګرې ډلې ته د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي ملاتړ ترلاسه دی خو پاکستان دغسې ټول تورونه ردوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG