لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبرایجنسي:تندروه تنظیم دریوؤ کسانو نه سرونه قلم کړي


Afghanistan Northern Offensive
Afghanistan Northern Offensive

سرچینې وایي د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائیلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې د تندروه وسله والو یو حکومت پلوه تنظیم توحیدالاسلام ددغه سیمې ددریوؤ کسانو څخه سرونه غوڅ کړي دي.

توحیدالاسلام په سیمه کې د وسله والو هاغه فعاله تندروه ډله ده چې د منګل باغ په مشرۍ د یوې بلې تندروه ډلې لښکراسلام سره سخت مخالفت لري .

د توحیدالاسلام سرچینو وئیلي د کومو کسانو څخه چې سرونه وهل شوي دي په هغوئ تور لګول شوی ؤ چې د هاغه جومات مخې ته یې د بم ایښودلو هڅه کوله کوم ته چې د توحیدالاسلا مشران نمونځ کولو له ځي.

سرچینې دا هم وایي چې دغه کسان چې تعلق یې د ذکاخیل بازار د خاص روګي کلي سره ؤ د روژې د میاشتې څخه د مخه د توحیدالاسلام وسله والو نیولي اؤ په یو شخصي زندان کې یې ساتلي وؤ.

د سرچینو له مخي تندلارو په شخصي زندان کې د نیول شوؤ کسانو څخه پخپله پلټنې کړي اؤ د جرم ثابتیدو څخه وروستو یې تیره ورځ د هغوئ سرونه قلم کړي دي.

د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو د مامورخان، محمدنجیب اؤ حامد په نومونو شوې ده.

خو په سمدستي ډول دا نه ده معلومه شوې چې دغو وژل شوؤ کسانو هم د کومې تندروه ډلې سره تعلق لرلو که نه ​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG