لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت پاکستان کې دطالبانو په غونډو نيوکې کړي دي


” دې مُليانو دمنصور اؤ طالبانو دنورو غړو ترمينځ داختلافونو دلرې کولو هڅه کړې ده“
” دې مُليانو دمنصور اؤ طالبانو دنورو غړو ترمينځ داختلافونو دلرې کولو هڅه کړې ده“

راپورونه وائي دطالبانو نوي مشر مُلا اختر منصور دطالبانو په صفونو کې دپيدا شوؤ اختلافونو ختمولو لپاره پاکستان کې دبااثره مُليانو سره ليدلي اؤ په دغه ليدنه افغان حکومت دغصې څرگندونه کړې ده.

دافغانستان حکومت اؤ استخباراتي اداره ( اين ډي ايس) دپاکستان په حکومت اؤ پوځ نيوکې کوي چې پخپله خاوره دهاغو طالبانو په ضد کافي گامونه نۀ اخلي کوم چې افغانستان کې بريدونه کوي اؤ بيرته دپاکستان خاورې ته وراوړي، خو پاکستان دغه رقم تورونه ردوي اؤ وائي دټولو ترهه گرو په ضد پرته له کوم امتياز څخه عمليات ترسره کوي.

دجولا ئي په مياشت کې دطالبانو دتحريک دمشرۍ لپاره دطالبانو گڼو کمانډرانو دمُلا اختر منصور سره دوفادارۍ اعلان کړى ؤ خو دطالبانو دپخواني مشر مُلا عمر دځوې په گډون يو شمير سينئر طالب مشرانو بيا هاغه طريقه رد کړې په کومه چې مُلا منصور ټاکل شوى دى.

دزيارت په ورځ شوې ليدنې ته په اشارې کولو سره روئيټرز خبري ادارې سره خبرو کې دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل دې مُليانو دمنصور اؤ طالبانو دنورو غړو ترمينځ داختلافونو دلرې کولو هڅه کړې ده اؤ زياته يې کړه چې هغوي ديو بل نقطه نظر اوريدلى خو کومې نتيجې ته نۀ دي رسيدلي

دموضوع دحساسيت له امله دطالبانو دتحريک سرچينې دنوم نۀ څرگندولو په شرط وائي چې دمُليانو کونسل به راتلونکو څو ورځو کې پريکړه وکړي چې ايا منصور دطالبانو مشر برقراره پاتې کيدل پکار دي که نه.

دطالبانو ترمينځ دسختو اختلافونو امکان په هاغه صورت کې راپيدا کيدى شي چې که چرې مُلا منصور اؤ دهغه پلويان پخپل حق کې دمنفي نتيجې قبلولو څخه انکار وکړي، مُلا منصور ته دتندروه ډلو القاعده اؤ حقاني نيټ ورک ملاتړ هم ترلاسه دى.

دطالبانو دمشر دذمه وارو قبلولو څخه وروستو پخپل اډيو پيغام کې مُلا منصور پخپل تحريک کې داتحاد لپاره غږ کړى ؤ اؤ دا يې هم وئيلي وؤ چې جگړه به دوامداره وي.

طالبان افغان حکومت په ضد په جگړه بوخت دي اؤ افغان حکومت وائي پاکستان ته دطالبانو دهاغو لوړپوړو مشرانو دمخنيوي لپاره نور گامونه اخستل پکار دي چې دافغان حکومت ترمخه تيره مياشت دمُلا عمر دمړينې څخه وروستو دپاکستان په کوئټه اؤ نورو ښارونو کې په ښکاره غونډې کوي.

دافغانستان دخارجه وزارت وياند شکيب مستغني پوښتنه راولاړه کړې ده چې که چرې پاکستاني طالبانو دافغانستان دجلال اباد پشان لويو ښارونو کې غونډې کولى نو دپاکستاني اولس احساسات به څه وي؟

تيره اوونۍ يو افغان هيئت دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف سره ليدنه کړې وه اؤ هغه ته يې دهاغو ځانگړو ځائيونو نومونه ورکړي وؤ چې دطالبانو قيادت پکې غونډې کوي.

خو پاکستان وائي چې باور لري چې دافغان طالبانو قيادت هم په افغانسان کې غونډې کوي.

دشورو په ورځ دپاکستان خارجه دفتر اسلام اباد کې دافغانستان سفير جانان موسي زى هم غوښتى ؤ اؤ هغه يې په گډه پوله دتاؤتريخوالي په اوسنو پيښو اؤ دافغان حکومت، ميډيا اؤ سينئر چارواکو له لوري دپاکستان په ضد په لگول شوؤ تورونو دخپلو انديښنو څخه خبر کړى ؤ.

اوس اوس افغان صدر اشرف غن، ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله اؤ دافغانستان استخباراتي ادارې( اين ډي ايس) داسې بيانونه جاري کړي چې پکې په پاکستان اؤ دپاکستان په پوځ طالب جنگيالو ته دخفيه ملاتړ ورکولو تورونه لگول شوي.

تيره مياشت اسلام اباد دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو مشري کړې وه خو دمذاکراتو دوهم پړاؤ وروستو له هغې ځنډيدلى ؤ چې دطالبانو دپخواني مشر مُلا عمر دمړينې خبرونه مخې ته راغلل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG