لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د او ليول امتحان کې دملالې غوره کارکردگي


Ziauddin Yousafzai on Malala result
Ziauddin Yousafzai on Malala result

دامن دنوبل انعام گټونکې پاکستانۍ پښتنې طالب علمې ملالې يوسفزئ د او ليول دامتحان نتيجه راغلې ده چې پکې هغې غوره کاميابي ترلاسه کړې ده، دنتيجې ترمخه ملالې په شپږو مضامينو کې اى پلس اؤ څلورو مضامينو کې اى گريډ ترلاسه کړى دى.

دملالې پلار ضياء الدين يوسفزئ دټوئټر پخپل اکاؤنټ دملالې يوسفزئ دامتحان دنتيجې اعلان کړى اؤ وئيلي يې دي چې زما ميرمن تور پيکۍ اؤ زۀ دملالې په شپږ اى پليس اؤ څلور اى(گريډ) اخستو وياړ محسوسوؤ، ددې ترڅنگ دملالې پلار وئيلي دي چې هر ماشوم ته تعليم ميلاويدل پکار دي.

دامتحان دنتيجې دخبر دراتللو څخه وروستو په ټوئټر دملالې لپاره دمبارکۍ لړۍ پيل شوې ده ، ملالې ته په مبارکۍ ورکوونکو کې دپاکستان دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو کشره لور اصفه بهټو هم شامله ده.

ماته اوس اوس معلومه شوه چې زما دخوږې خور ملالې د او ليول نتيجه راغلې ده اؤ شپږ اى پلس اؤ څلور اى(گريډ) يې اخستي
ماته اوس اوس معلومه شوه چې زما دخوږې خور ملالې د او ليول نتيجه راغلې ده اؤ شپږ اى پلس اؤ څلور اى(گريډ) يې اخستي

هغې پخپل ټويټ کې ليکلي ماته اوس اوس معلومه شوه چې زما دخوږې خور ملالې د او ليول نتيجه راغلې ده اؤ شپږ اى پلس اؤ څلور اى(گريډ) يې اخستي

ملالې يوسفزئ درياضي دواړو پرچو، بيالوجۍ، کيمسټرۍ، فزکس اؤ دينياتو کې اى پلس اؤ تاريخ، جغرافيې، دانگريزۍ ژبې اؤ انگريزۍ ادب کې اى گريډ ترلاسه کړى دى.

دبرطانيې تعليمي نظام کې او ليول دپاکستان دميټرک دامتحان برابر وي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر افراسیاب خټک هم په خپل یو ټویټ کې ملاله ته مبارکي ورکړې
د عوامي نېشنل ګوند مشر افراسیاب خټک هم په خپل یو ټویټ کې ملاله ته مبارکي ورکړې

په ٢٠١٢م کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په انتظامي ښار مينگوره کې دطالبانو له لوري قاتلانه حمله کې دژوبل کيدو څخه وروستو دملالې تعليمي لړۍ اودريولې وه خو ملالې د١٨ؤ کلونو په عمر کې خپل لمړى تعليمي پړاؤ په غوره کارکردگۍ سره ترسره کړى.

په دغه بريد کې دسخت ژوبل کيدو څخه وروستو پاکستان کې دابتدائي تعليم څخه وروستو ملاله يوسفزئ دعلاج لپاره برطانيې ته وړل شوې وه چرته چې هغې دتعليم خپله لړۍ دوامداره ساتلې اؤ درغيدو وروستو ټوله نړۍ کې ماشومانو لپاره دتعليم دحق لړ کې هلې ځلې کوي، ملالې ته تيرکال د١٧ؤ کلونو په عمر کې دامن نوبل انعام ورکړل شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG