لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک افغان اړيکې دتاؤتريخوالي ښکار،خارجه دفتر ته دافغان سفير طلبي


 دخارجه دفتر دوياند ترمخه دبهرنو چارو سکتر اعزاز احمد چوهدري په دې خبره زور راوړى چې په دغسې تورونو لگولو سره خپل مينځي مرستې ته زيان رسيږي
دخارجه دفتر دوياند ترمخه دبهرنو چارو سکتر اعزاز احمد چوهدري په دې خبره زور راوړى چې په دغسې تورونو لگولو سره خپل مينځي مرستې ته زيان رسيږي

پاکستان اسلام اباد کې دافغانستان سفير جانان موسى زى خارجه دفتر ته غوښتى اؤ خارجه سکتر اعزاز چوهدري افغان سفير دافغان حکومت له لوري په پاکستان دلگول شوؤ اوسنو تورونو په اړه دخپلو انديښنو څخه خبر کړى دى.

دغه څرگندونې دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله په يو جاري کړل شوي بيان کې کړي دي.

دخارجه دفتر دوياند ترمخه دبهرنو چارو سکتر اعزاز احمد چوهدري په دې خبره زور راوړى چې په دغسې تورونو لگولو سره خپل مينځي مرستې ته زيان رسيږي اؤ ورسره دخپل مينځي اړيکو فضاء هم اغيزمنه کيږي دکوم دښه کولو لپاره چې دواړو هيوادونو زياتې هلې ځلې کړي دي.

دبيان ترمخه خارجه سکتر وويل چې پاکستان دزيات زغم څخه کار اخلي اؤ هڅه کوي چې دتورونو لگولو درويې څخه ډډه وکړي.

بيان کې وئيل شوي دي افغان سفير ته پيغام ورکړل شو چې پاکستاني عسکر په ډزو کولو کې لمړى والى نۀ کوي اؤ ځوابي ډزې هم پخپله دفاع کې کوي.

دپاکستان خارجه سکتر افغان سفير ته په ډاگه کړې چې دقيادت له لوري دورکړل شوؤ لارښوونو سره سم به پاکستان افغانستان سره دزغمل، ذمه وارانه رويې اؤ تعميري رابطې په پاليسۍ عمل کوي.

بيان کې وئيل شوي دي مونږ هيله لرو چې دافغان حکومت له لوري به هم دپولې پورې غاړې ددغه رقم پيښو مخنيوي په اړه موثره گام واخستل شي اؤ دخپل مينځي باور اؤ غوره گاونډيانو داړيکو دجوړولو هڅو کې به دپاکستان ملگرتيا وکړل شي

افغان چارواکي تور لگوي چې دافغانستان کونړ ولايت کې دپاکستاني پوځيانو گوله بارۍ کې دهغوي ٨ سرحدي پوليس وژل شوي دي.

کونړ ولايت کې دافغان چارواکو وينا ده چې داطلاعاتو ترمخه روانه اوونۍ کې دپاکستان پوځ دخپلې يوې سرحدي چوکۍ ترڅنگ دخپل يو عسکر دمړي دموندلو څخه وروستو دکونړ ولايت په ناړي اولسوالۍ کې دډزو لړۍ دوامداره ساتلې، خو دازادو سرچينو څخه ددغه دعوې پخلى نۀ دى شوى.

دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت ترمخه کابل کې دپاکسان سفير سيد ابرار حسين هم په پوله دپاکستاني پوځيانو ډزو کې د٨ؤ سرحدي پوليسو دوژنې په پيښه غوښتل شوى اؤ ورته وئيل شوي دي چې ددغه رقم گام سره به ددواړو هيوادونو په اړيکو منفي اغيزې وشي.

دپاکسان دبهرنو چارو دوزارت وياند قاضي خليل الله وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي دپاکستان پوځ تر هاغه وخته دافغانستان په لوري ډزې نۀ کوي ترڅو چې په هغوي حمله نۀ وي شوي.

دهغه په قول پوځ يې ډزې يواځې پخپله دفاع کې کوي ، دا دهغوي تگلاره ده اؤ افغانستان يې ترې هم خبر کړى دى.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکې روانه مياشت کې وروستو له هغې تاؤژنې شوې چې دافغانستان پلازمينه کابل کې دبمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو لړۍ کې د٥٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو افغانستان صدر اشرف غني په پاکستان سختې نيوکې وکړې اؤ تور يې ولگولو چې دپاکستان په خاوره اوس هم دترهه گرو ځالې فعاله دي.

افغانستان کې دامن لپاره څيړونکي ددواړو گاونډي هيوادونو ترمينځ مرسته مهمه بلي ځکه چې باور کيږي پاکستان په هاغو طالبانو اؤ دهغوي سره په تړلو جنگيالو زيات اثرورسوخ لري څوک چې افغانستان کې بريدونه ترسره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG