لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان کې امن لپاره مخلص دى،نوازشريف


 دغه څرگندونې هغه دنهې په ورځ دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري سره ټيليفوني خبرو کې کړي دي.
دغه څرگندونې هغه دنهې په ورځ دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري سره ټيليفوني خبرو کې کړي دي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي هيواد يې افغانستان کې دتلپاتې امن لپاره مخلص دى.

دغه څرگندونې هغه دنهې په ورځ دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري سره ټيليفوني خبرو کې کړي دي.

دحکومتي سرچينو ترمخه جان کيري دتير اتوار په ورځ اټک کې دپنجاب په داخله وزير شجاع خانزاده په ترسره شوي ترهه گريز دغمرازۍ څرگندونې لپاره وزيراعظم نواز شريف ته فون کړى اؤ په دغه مهال يې ورسره په ځينو نورو مهمو چارو هم خبرې اترې کړي دي.

داټک په شادي خان سيمه کې داتوار په ورځ دپاکستان دپنجاب صوبې دداخله وزير شجاع خانزاده په ديره کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې د٢٠ؤ څخه زيات کسانوژل شوي وؤ.

دسرچينو ترمخه نواز شريف سره دخبرو په مهال دامريکا دبهرنو چارو وزير دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ مرستې ته په ودې ورکولو زور راوړى اؤ وزيراعظم نواز شريف افغانستان کې دامن اؤ ثبات لپاره دکيدونکو پاکستاني هلو ځلو څخه هغه خبر کړو.

پاکستان تيره مياشت دخپلې پلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ دلمړۍ نيغ په نيغه ليدنې کوربه توب کړى ؤ اؤ جنگ ځپلي افغانستان کې دامنيت دټينگښت ددغه هڅې دامريکا په گډون بين المللي ورورولۍ ستائينه کړې وه.

ټاکل شوې وه ددواړو خواؤ( افغان حکومت اؤ طالبانو) ترمينځ به دجولا ئي دمياشتې په اخره کې پاکستان کې دمذاکراتو دوهم پړاؤ هم ترسره شوي خو دافغان طالبانو دمشر مُلا محمد عمر دمړينې دخبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو دپاکستان خارجه دفتر اعلان کړى ؤ چې دطالبانو دقيادت په خواست دغه خبرې ځنډول شوي دي.

دمُلا عمر دمړينې څخه وروستو افغانستان کې دطالبانو له لوري خونړو بريدونو کې تر ډيره حده اضافه راغلې چې له دې وروستو يوځل بيا افغان حکومت په پاکستان سختې نيوکې کړې اؤ وئيلي يې دي دپاکستان په خاوره اوس هم دترهه گرو ځالې موجودې اؤ دغلته ترهه گر فعاله دي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ دريځ لري چې پوځ يې دتيرکال راهسې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد پرته له کوم امتياز څخه عمليات کوي چې پکې د٢٨٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.

دحکومتي ميډيا ترمخه وزيراعظم نواز شريف سره دخبرو په مهال جان کيري دترهه گرو په ضد دپاکستان دهڅو ستائينه هم کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG