لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخارجه وزير په مشرۍ افغان هيئت دزيارت په ورځ اسلام اباد ته رسيږي


 کابل کې دبهرنو چارو وزارت وائي چې دخارجه وزير صلاح الدين رباني په مشرۍ به دپاکستان دترهه گرۍ دمخنيوي په پلان خبرو اترو لپاره يو افغان هيئت دزيارت په ورځ اسلام اباد ته رسيږي.
کابل کې دبهرنو چارو وزارت وائي چې دخارجه وزير صلاح الدين رباني په مشرۍ به دپاکستان دترهه گرۍ دمخنيوي په پلان خبرو اترو لپاره يو افغان هيئت دزيارت په ورځ اسلام اباد ته رسيږي.

دافغانستان دلوړې کچې يو حکومتي هيئت دزيارت په ورځ دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيږي اؤ دغلته به دترهه گرۍ دمخنيوي په بيلا بيلو لارو چارو غور کوي.

کابل کې دبهرنو چارو وزارت وائي چې دخارجه وزير صلاح الدين رباني په مشرۍ به دپاکستان دترهه گرۍ دمخنيوي په پلان خبرو اترو لپاره يو افغان هيئت دزيارت په ورځ اسلام اباد ته رسيږي.

کابل کې داشرف غني په مشرۍ دنوي حکومت دجوړيدو راپديخوا دپاکستان اؤ افغانستان اړيکو کې يو څه ښه والى راغلى ؤ خو تيره اوونۍ دافغانستان پلازمينه کابل کې ځانمرگي بريدونو اؤ بمي چاؤدنو کې د٥٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو افغان قيادت يوځل پاکستان ته په شکمنو سترگو گوري.

روانه اوونۍ کې دافغانستان صدر اشرف غني کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي وؤ ورته معلومه ده چې دطالبانو ځالې په پاکستان کې دي اؤ هغوي هلته فعاله هم دى.

دپاکستان سياسي اؤ عسکري مشران دډيرې مودې راهسې دافغانستان دښمن ته خپل دښمن وائي خو افغان مشران اوس وائي پاکستان دې پخپله خاوره دطالب جنگيالو دجوړو خوندي ځالو په ضد کلکو گامونو اخستو سره خپلې دعوې رښتيا ثابتې کړي.

صدر اشرف غني وئيلي وؤ وزيراعظم نواز شريف سره يې په ټيليفوني خبرو کې په هغه غږ کړى ؤ چې پاکستان دې افغانستان کې کيدونکې ترهه گرۍ ته هم په هاغه نظر وگوري لکه څنگه چې پخپل هيواد کې کيدونکې ترهه گرۍ ته گوري.

خو اسلام اباد کې چارواکو پخپلو بيانونو کې افغانستان کې دترهه گرۍ دوروستو پيښو غندنه کړې اؤ دريځ لري پاکستان اوس به اوس هم افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره خپل ملاتړ اؤ مرسته دوامداره ساتي.

تيره مياشت دپاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام دپاکستان په کوربه توب دافغانستان اؤ طالبانو داستازو ترمينح په لمړي ځل نيغ په نيغه خبرې اترې شوې اؤ ټاکل شوې وه دجولا ئي دمياشتې په اخره کې به ددغو خبرو دوهم پړاؤ هم پاکستان کې ترسره شي.

خو دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دخبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو دپاکستان دخارجه دفتر څخه بيان جاري شو چې دطالبانو دقيادت په خواست دغه خبرې ځنډول شوي.

طالبانو اعلان کړى چې ملا اختر منصور يې خپل نوى مشر ټاکلى خو دملا عمر دمړينې څخه وروستو دطالبانو دبيلا بيلو ډلو ترمينځ خپلو کې داختلافونو خبرونه هم مخې ته راغلي دکوم څخه وروستو چې کابل کې گڼ شمير ځانمرگي بريدونه اؤ بمي چاؤدنې وشوې اؤ څيړونکي فکر کوي بريدونو کې دناڅاپي اضافې مقصد دطالبانو په صفونو کې دپيدا شوؤ اختلافونو څخه پام اړول دي.

داسې باور هم کيږي چې مُلا اختر منصور پاکستان کې چرته پټ دى اؤ افغان هيئت به داسلام اباد ددغه وروستي سفر په مهال پاکستاني چارواکي دې لړ کې هم دخپلو انديښنو اؤ تحفظاتو څخه خبروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG