لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې طالبانو ١٥ پوليس وژلي،چارواکي


 دپوليسو دريشۍ اغوستو طالب جنگيالو دغه بريد دناقراره هلمند ولايت په موسي قلعه اولسوالۍ کې ترسره کړى.
دپوليسو دريشۍ اغوستو طالب جنگيالو دغه بريد دناقراره هلمند ولايت په موسي قلعه اولسوالۍ کې ترسره کړى.

دشورو په ورځ چارواکو وئيلي دي چې دافغانستان په يوه جنوبي سيمه کې طالب جنگيالو په يوه امنيتي پوسته بريد کړى اؤ خواؤشا ١٥ پوليس عسکر يې وژلي دي.

دپوليسو دريشۍ اغوستو طالب جنگيالو دغه بريد دناقراره هلمند ولايت په موسي قلعه اولسوالۍ کې ترسره کړى.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دهلمندد والي وياند عمر ځواک وئيلي دي چې په موسي قلعه اولسوالۍ کې دپوليسويونيفارم اغوستو تندلارو په يوه پوسته بريد کړى چې پکې لږ ترلږه ٩ پوليس عسکر وژل شوي دي.

خو دولايتي شورا يو غړي بشير شاکر بيا دغه بريد کې دوژل شوؤ عسکرو شميره زياته ښائي اؤ وائي تيره شپه ترسره شوي بريد کې ١٥ پوليس عسکر وژل شوي دي.

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى.

سږکال داپريل په مياشت کې دروايتي سپرلي دجگړې داعلان څخه وروستو طالبانو دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې خپلو بريدونو کې تر ډيره حده زياتوالى راوستى.

دجمعې دورځې څخه دافغانستان پلازمينه کابل کې يو شمير بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه ٥٦ کسان وژل شوي دي دکوم څخه وروستو چې افغان صدر اشرف غني يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال په پاکستان سختې نيوکې وکړې اؤ ورڅخه يې پخپله خاوره دموجودو جنگيالو په ضد دگامونو اخستو غوښتنه وکړه.

دشورو په ورځ دافغانستان استخباراتي ادارې هم کابل کې په ترسره شوؤ بريدونو دپاکستان پوځ تورن کړى دى.

يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال داستخباراتي ادارې نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي وياند حسيب صديقي وئيلي دي چې مونږ ته دگڼو سرچينو څخه (بريدونو کې) دپاکستاني پوځ دککړتيا پخلى شوى

هغه دا تور هم لگولى دى چې هغوي ددغه شان خونړو بريدونو لپاره حقاني ډله کاروي.

په کابل کې دبهرنو چارو وزارت وائي چې دخارجه وزير صلاح الدين رباني په مشرۍ به دپاکستان دترهه گرۍ دمخنيوي په پلان خبرو اترو لپاره يو افغان هيئت دزيارت په ورځ اسلام اباد ته رسيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG