لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښکلي غږ اؤ حسن میرمن نازنین انور ،د پښتو یوه نوې سندرغاړې


وايي فلمونو کې د ایکټرې په توګه کار نه کووم ځکه چې دکوره راته اجازه نشته
وايي فلمونو کې د ایکټرې په توګه کار نه کووم ځکه چې دکوره راته اجازه نشته

نازنین انور د پښتو یوه پیغله هنرمنده ده چې د ښه حسن لرلو سره سره ښکلی غږ هم لري اؤ په نزدې ورځو کې یې د سندرو یو نوی البم بازار ته راوتلی ،

هیله منده ده چې خلک به یې دغه سندرې خوښي کړي اؤ هغه به په مستقبل کې یوه لویه سندرغاړې جوړه شي.

دهغې تعلق د یوې فني کورنۍ سره دی اؤ له دې وړاندې یې په کورنۍ کې شکیله ناز، صائمه ناز اؤ ځینو نورو ښځینه سندرغاړو ښې نامې پیدا کړي دي

نازنین انور د تیرو دریو کالو راهسې په سندرو وئیلو بوخته ده اؤ وايي پښتو فلمونو، سندریزو البمونو، سیټج شو ګانو ، ټي وي اؤ ریډیو دپاره یې ګڼ شمیر سندرې وئیلي دي.

نازنین انور د پښتو د نومیالو موسیقارانو استاد نزیرګل ، ګلالي استاد، اؤ ګلزار استاد نه د سندرو تربیت اخستی خو وایي زیاته مرسته ورسره خپل پلار کوي ځکه چې پلار یې هم د موسیقۍ په هنر پوهه دی اؤ په کور دننه ورته د موسیقۍ تعلیم ورکوي.

نازنین انوار وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې وئیلي د وړوکوالي وخت یې په کراچۍ کې د خپل پلار سره تیر کړی

"مونږ به کراچۍ کې اوسیدو کله چې به دلته په چکر راغلو اؤ دخپلې کورنۍ نورې فنکارانې به مې واوریدې نو زما به هم سندرو ته زړه وشو اؤ

اخر مې پلار ته ووې چې زه نور صبر نشم کولی ،زه هم سندره شروع کوم"

خو وایي چې پلار یې د خویه سخت ؤ د سندرې اجازت یې نه ورکولو خو د مور په مرسته اخره کې په دې بریالۍ شوه چې سندرې ووایي .

هغه وايي که په فلمونو یا ماډلنګ کې ورته د کار کولو افر وشي نو قبول به یې نکړي ځکه چې دکوره ورته فلمونو کې د کار کولو اجازه نه شته ، یوازې فلمونو دپاره سندرې وئیلی شي .

نازنین انور وايي تر دې مهاله یې نه واده ته اراده شته اؤ نه د فن نه لاس اخستو ته .

د هغې تفیصلي ویډیو مرکه لاندې تاسو دلته کتلی اؤ اوریدلئ شئ

پښتنه سندر غاړې نازنین انور
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:11 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG