د پاکستان امنیتي ځواکونو د شورو په ورځ دعوه کړې ده چې ددغه هیواد د ستر اقتصادي ښار کراچۍ څخه یې د طالبانو د سوات نائب امیر بخت زمان اؤ د هغه نور ملګري نیولي دي
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه یا ایي ایس پي ار وایي قانون نافذکوونکو ادارو د یوې کاروایۍ په ترڅ کې په څوارلسم اګست پاکستان کې د جشن ازادۍ په موقعه د ترهګرۍ کولو یو لویې پلان شنډ کړی چې ددغه ترهګرۍ دپاره د بهر نه پیسې ورکړل شوې وې.
د ایي ایس پي ار له مخې ترهګرې ډلې چاودیدونکي مواد تیار کړي وؤ اؤ پلان یې لرلو چې دغه مواد به د جشن ازادۍ په موقعه د کاډي اؤ موټر سائیکل په ذریعه الوځوي.
د فوځ مطبوعاتي څانګې دعوه کړې ده چې د پلټنو دوران کې نیول شوؤ کسانو خپل جرم منلی اؤ وئیلي یې دي چې د ترهګرۍ دغه پلان دپاره یې کراچۍ څخه د کاډو انتظام کړی ؤ اؤ افغانستان څخه یې د ځان وژونکي د راتللو انتظار کولو.
پوځ وايي نیول شوؤ ترهګرو منلې چې د پاکستاني طالبانو د سوات سیمې امیر د ورانکارۍ ددغه پلان عملي کولو دپاره افغانستان ته تللی ؤ
د پوځ له مخې د پټو اطلاعاتو ترلاسه کیدو څخه وروستو امنیتي ادارو کراچۍ اؤ حیدراباد کې په نهم اګست د عملیاتو اؤ ترهګرو د نیولو څخه د مخه د هغوئ تر یوې اوونۍ څارنه کړې وه.
پوځ دا دعوه هم کړې ده چې ددغو نیول شوؤ ترهګرو څخه یې هغه بارودي مواد هم ترلاسه کړي دي چې د ورانکارۍ دپاره یې چمتو کړي وؤ