لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په فیس بک داعش دپاره جنګیالي بهرتي کوونکي کابل نه ګرفتار


ISIS
ISIS

دزیارت په ورځ دافغانستان استخباراتي ادارې ملي امنیت یا نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي پخپل يو بيان کې وئيلي دي دتندروه ډلې داعش هاغه مهم مشر يې دخپلو نورو شپږو ملگرو سره نيولی چې د ټولنیزو رابطو د ویب پاڼې فیس بک د لارې یې داعش دپاره جنګیالي لټول اؤ بیا به یې په دغه ډله کې بهرتي کول.

داعش په تیرو نزدو وختونو کې په چټکتیا سره افغانستان کې پراختیا پیدا کړې ده اؤ دامهال دداعش جنګیالي ددغه هیواد په مختلفو برخو کې خواره اؤ د حکومت مخالفه یاغي طالبانو سره په جګړه بوخت دي

د ملي امنیت لخوا د جاري شوي بيان ترمخه دعبدالقادر( چې عموماً په محمد شهرت لري (ځوې عبدالفتاح، څوک چې دداعش لپاره دخلکو دبهرتي کولو مسؤليت لري اؤ وروستو دغه خلک تربيتي مرکزونو ته هم ليږي، په نيول شوؤ کسانو کې شامل دى

په نورو نيول شوؤ کسانو کې دعيد محمد ځوې اؤ دطالبانو پخوانى کمانډر نورالحق، څوک چې موجوده وخت کې په هرات ولايت کې دداعش لپاره دمالي هلو ځلو مسؤل دى، دطالبانو دډلې پخوانى غړى غوث الدين، چې دعبدالباقي ځوې اؤ په امير صيب شهرت لري، دمحمد قاسم ځوې مصطفي، دنورالله ځوې نورالهادي، دمحمد مراد ځوې يونس شامل دي.

عبدالفتاح دافغانستان د استخباراتي ادارې اين ډي ايس چارواکو ته وئيلي دي هغه نيول شوؤ کسانو سره دټولنيزې ميډيا دويب سائټ فيس بُک له لارې تماس نيولى ؤ.

دهغه وينا ده چې وروستو يې دغو کسانو سره مخ په مخ ليدنه وکړه، هغوي يې بهرتي کړل اؤ وړاندې له دې چې عبدالفتاح هغوي دافغانستان په ختيز ننگرهار ولايت کې فعاله تندروه ډلې داعش ته ورسوي هغوي ونيول شول

. داين ډي ايس له لوري جاري شوي بيان کې نۀ خو ددغو کسانو دنيول کيدو دقيقه نيټه ښودل شوې اؤ نۀ هم دځايې يادونه شوې ده.

اين ډي ايس په افغان اولس غږ کړى چې دټولنيزې ميډيا لکه فيس بُک له لارې دې دنامعلومو کسانو سره درابطو کولو څخه ډډه وکړي ، ترڅو هغوي دترهه گرومنګولو ته ورنه شۍ

په کابل کې د داعش دغه جنګیالي په داسې حال کې نیول شوي چې له دې یوه ورځ وړاندې افغانستان اؤ پاکستان دپاره د امریکه ځانګړي استازي ډینل فیلډ مین یوې دستورې ته په وینا کې وئیلۍ وؤ چې امریکه په افغانستان کې دداعش د پراختیا اندیښنو څخه خبر ده اؤ دداعش د هلوځلو کلکه څارنه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG