لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو نوى مشر مُلا اختر منصور څوک دى؟


راپورونه وائي مُلا منصور په کال ١٩٦٠ء کې دافغانستان په جنوبي ولايت قندهار کې زيږيدلى ؤ اؤ هغه د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستاني استخباراتو سره خپلو اړيکو ته وده ورکړې وه،
راپورونه وائي مُلا منصور په کال ١٩٦٠ء کې دافغانستان په جنوبي ولايت قندهار کې زيږيدلى ؤ اؤ هغه د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستاني استخباراتو سره خپلو اړيکو ته وده ورکړې وه،

راپورونه وائي دافغان طالبانو دمشر مُلا محمد عمر دمړينې څخه وروستو طالبانو مُلا اختر منصور خپل نوى مشر ټاکلى دى.

دافغان طالب کمانډرانو په اړه راپورونه وائي دکوئټې څخه بهر دطالبانو دشورا په يوه غونډه کې مُلا منصور نوى مشر ټاکل شوى اؤ دطالبانو له لوري به دې لړ کې ډير زر يو بيان جاري شي.

افغان حکومت دشورو په ورځ وئيلي وؤ چې مُلا عمر دوه کاله دمخه مړ شوى.

راپورونه وائي مُلا منصور په کال ١٩٦٠ء کې دافغانستان په جنوبي ولايت قندهار کې زيږيدلى ؤ اؤ هغه د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستاني استخباراتو سره خپلو اړيکو ته وده ورکړې وه، په دغه مهال هغه افغانستان کې دسويت يونين په ضد جنگيدلى ؤ.

دکال ١٩٩٦ء څخه کال ٢٠٠١م پورې افغانستان کې دطالبانو دحکومت په مهال منصور دسول ايوي ايشن دوزير په توگه خدمات ترسره کړي وؤ.

کله چې په کال ٢٠١٠م کې دامريکائي سي ائي اى اؤ پاکستان دانټرسروسز انټلي جنس په يوه گډه کارروايۍ کې دپاکستان په کراچۍ ښار کې مُلا عبدالغني برادر ونيول شو نو مُلا منصور دمُلا عمر مرستيال جوړ شو.

خو څيړونکي وائي امکان دا دى چې هغه ته به دجنگيالو له لوري هاغه هومره درناوى ورنۀ کړل شي لکه څومره چې پخواني مشر مُلا عمر لرلو.

څيړونکي وائي مُلا عمر دطالبانو روحاني مشر گڼل کيدو خو منصور يو عسکري کمانډر اؤ ښه جنگيالى دى.

راپورونه وائي اختر منصور دطالبانو په هاغو مشرانو کې شامل دى چې دافغانستان دموجوده صدر اشرف غني سره دسولې دخبرو پلوي دي اؤ هغه دپاکستان استخباراتي ادارې انټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) ته هم نزدې دى.

دمُلا عمر پشان مُلا منصور هم دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور ته نزدې په دارالعلوم حقانيه مدرسه کې زده کړې کړي دي.

ديو راپور ترمخه دطالبانو دنوي مشر يو مرستيال به دافغان طالبانو دحقاني ډلې مشر سراج الدين حقاني وي، حقاني ډلې په اوسنو کلونو کې کابل کې لويې ترهه گريز بريدونه ترسره کړي دي.

څيړونکي وائي اوس به پوښتنه دا وي چې دمُلا عمر دمړينې څخه وروستو دطالبانو دنوي امير په توگه دمُلا منصور ټاکنه به دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دسولې په تازه عمل څه رقم اغيزې ولري؟

دراپورونو ترمخه ملا منصور افغان حکومت سره دسولې دخبرو دپيل کولو په هڅو کې فعاله پاتې شوى اؤ هغه په هاغو څو طالب استازو کې هم شامل ؤ چې داسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې يې دافغان حکومت استازو سره غونډه کړې وه،خو سرچينې دعوه کوي چې منصور په دغه غونډه کې يواځې دپاکستان دفشار له امله گډون کړى ؤ.

ځينې څيړونکي منصور يو معقول تن گرځوي اؤ وائي هغه په هاغو څو کسانو کې شامل ؤ چې په افغانستان کې يې دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن دموجودگۍ مخالفت کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG