لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو او افغان حکومت په مذاکراتو به د مُلاعمر د مړينې خبر څه اغېزه ولري؟


" د افغانستان اسلامي دولت د بااعتماده معلوماتو په بنياد د دې خبرې تصديق کوي چې د طالبانو مشرد کال ۲۰۱۳م د اپرېل په مياشت کې پاکستان کې مړ شوی دی"
" د افغانستان اسلامي دولت د بااعتماده معلوماتو په بنياد د دې خبرې تصديق کوي چې د طالبانو مشرد کال ۲۰۱۳م د اپرېل په مياشت کې پاکستان کې مړ شوی دی"

د افغان طالبانو مشر مُلاعمر د مړينې خبر په داسې وخت کې مخې ته راتلل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ په دويم ځل د خبرو دپاره ټاکل شوې چې دغه خبرې به صبا د جمعې په ورځ پاکستان کې ترسره کيږي ، څيړونکي وايي د مُلاعمر د مړينې خبر د سولې په خبرو ښې او بدې دواړه اغېزې لرلی شي .

د پاکستان د پوځ پخوانی (ر) بريګيډيئرمحمودشاه وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، اول خو دا خبره چې مُلاعمر مړ دی کنه دی ؟ تراوسه لا په دې خبرې روانې دي که څه هم افغان حکومت د دغې خبر پخلی کړی دی . خو د دې پخلی به خپله د طالبانو لخوا کيږي .

نوموړی وايي د افغان حکومت او طالب استازو ترمينځ په لمړي ځل اسلام اباد سره نزدې په مري کې ترسره شوؤ خبرو تاريخي اهميت درلود ، او دا خبرې به نورې هم مخ په وړاندې تللې ، خو نوموړی د ملاعمر د مړينې خبر د سولې د خبرو دپاره ضربه ګڼي .

"د مُلاعمر د مړينې خبر د دغو خبرو دپاره دا غټه دهچکه ده او په مذاکراتو به يې ډېر اثر وي ، او که چرته دغه خبره رښتياوي نو بيا به د افغان طالبانو د نوي راتلونکي قيادت سره دغه خبرې کيږي هغه به کتل غواړي چې د هغويې خيالات به څه وي".

نوموړی زياتوي اوس که چرته صبا دغه خبرې کيږي هم ، نو ډېر اهميت به يې نه وي .

د پاکستان نوميالي پښتون صحافي فخرکاکاخېل چې د افغانستان په حالاتو ژور نظر لري وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل وايي زما په خيال د مُلاعمر د مړينې خبر مخې ته راتلل به د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې ډېرې اغېزمنده نه کړي ، ځکه چې په افغانستان کې دننه د تېرو څو کالو راهسې د هغه فعاليت کم شوی ؤ ځکه دغه خبر ډېرد اهميت وړهم نه دی .

"زه دا نه ګڼم چې د مُلاعمر د مړينې خبر به براه راست په خبرو اترو څه اثر ولري البته د طالبانو په مذاکرات کارو فشار دی چې يو طرفته ورته داعش دی او بل طرفته ورته پاکستان په صفا ټکو کې وئيلي دي چې مذاکراتو ته کښيني او د خپل اړخ نه يې ورته د امداد بندولو دهړکه هم ورکړې ده".

نوموړی وايي که څه هم د دغو مذاکراتو د کاميابېدو ډېره توقع نه کيږي ، خو بيا هم دا يو ښه قدم ضرور بلل کيږي . او زياتوي زما په خيال د دغو خبرو دپاره غټ چېلنج دا دی چې په افغانستان کې د مذاکراتو مخالفه ډلې د سولې خبرو ته کښېنولی شي .

د دغې پوښتنې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د خبرو په مهال د مُلاعمر د مړينې خبر مخې ته راتلل څه معنې لري ؟ محمودشاه وايي د دې دوه وجې کېدی شي ، يوه دا چې د خبرو دغې پروسې ته زيان ورسول شي او دويم دا کېدی شي چې افغان طالبان کمزوري ثابت کړی شي .

او فخر کاکا خېل وايي د مُلاعمر د مړينې خبر دا وخت مخې ته راتلل ډېر سودمند ځکه نه دي چې د دې نه به د مذاکراتو مخالفه ډلو، څوک چې دا وخت په افغانستان کې ډېرې فعاله دي د هغويې دې دريز ته تقويت مېلاؤ شي ، چې وايي افغان حکومت د خبرو په پروسه کې مخلصه نه دی .

د افغانستان د صدر اشرف غني د دفتر لخوا چې د مُلاعمر د مړيني په اړه جاري شوي بيان کې وئيل شوي" د افغانستان اسلامي دولت د بااعتماده معلوماتو په بنياد د دې خبرې تصديق کوي چې د طالبانو مشرد کال ۲۰۱۳م د اپرېل په مياشت کې پاکستان کې مړ شوی دی".

او د صدارتي دفتر د بيان نه وړاندې د هېواد استخباراتي ادارې وئيلي ؤ ملاعمر دوه کاله وړاندې د پاکستان کراچۍ ښار کې په يو روغتون کې د ناروغۍ له امله مړ شوی ؤ .

که څه هم د پاکستان لخوا په دغې اړه رسمي بيان مخې ته نه دی راغلی خو له دې وړاندې په کراچۍ ښار کې د افغان طالبانو او القاعده ځينې مهم غړي نيول شوي دي .

په کراچۍ کې په کال ۲۰۱۰م کې د افغان طالبانو يو مهم مشر ملاعبدالغني برادر چې د ملاعمر نائب ؤ د پاکستان او امريکې استخباراتي ادارو په يوه ګډه کارروايۍ کې نيولی ؤ .

په کال ۲۰۰۲م کې د کراچۍ نه د القاعده يو مهم غړی رمزی بن الشيبه نيول شوی ؤ د چا په اړه چې وئيل شوي وو هغه د نائن اليون پېښه کې جهاز تښتوؤنکي محمدعطا سره مالي مرستې کړې وي .

د دې نه علاوه د افغان طالبانو او القاعده يو شمېر نور مهم غړي هم د کراچۍ نه نيول شوي دي .

خو (ر) بريګيډيئر محمودشاه وايي زما په خيال د مُلاعمر د مړينې په اړه دا وئيل چې هغه په کراچۍ کې مړ دی ډېر وزن نه لري ، او د دې په ځايې دا خبرې ډېرې د اهميت وړ دي چې هغه په ګولۍ لګېدلی يا په خپل طبعي مرګ مړ شوی دی .

په پاکستان کې که دا مهال يو خوا د څيړونکو په وړاندې د مُلاعمر د مړينې د خبر سره د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ
په کېدونکو مذاکراتو د اغېزو موضوع ګرمه ده ، نو بل خوا څيړونکي په دې نظر هم دي چې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې چې د القاعده مشر اسامه بن لادن وژل شوی ؤ .

او که چرته د اسامه نه پس امريکا ته د زيات مطلوب شخص مُلاعمر پاکستان کې د استوګنې خبره رښتيا کيږي نو دا به د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې په پاکستان د ډبل ګېم لګېدونکو الزاماتو ته نور تقويت ورکړي او پاکستان به په نړيواله کچه رسوايۍ سره مخ کړي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG