لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ممبۍ حملود مالي مرستو په جرم کې يعقوب مېمن تېزندي شو


د ممبۍ حملو کې ۲۵۷ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو .
د ممبۍ حملو کې ۲۵۷ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو .

د هند په ممبۍ ښار کې په کال ۱۹۹۳م کې د ترسره شوؤ حملو د مالي مرستو په جرم کې د مرګ سزاوار يعقوب مېمن نن د زيارت په ورځ سحر تېزندي کړی شوی دی .

د ممبۍ حملو کې ۲۵۷ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو .

۵۳ کلن يعقوب مېمن د هند په ختيز ښار ناګپور کې د هغې وروستو تېزندي کړی شو ، چې کله د هغه د معافۍ اخرنی خواست رد کړی شو .

مېمن د هغو ۱۱ کسانو د جملې څخه ؤ چې په دغه خونړي بريد کې ورته د مرګ سزا اورول شوې ، خو دا يواځينۍ تن دی چې تېزندي کړی شو . او نورو سزاوارو ته د تېزندۍ سزا په عمر بند بدله کړی شوې ده .

يعقوب مېمن ته په کال ۲۰۰۷م کې د ممبۍ په حملو کې د مالي مرستو په تور کې د مرګ سزا اورول شوې وه . په دغو بريدونو کې د ممبۍ سټاک اېکسچېنج، د ائيرانډيا دفتر، هوټلې او سنېماګانې په نخښه شوې وې .

د هندي چارواکو لخوا وئيل کيږي چې د مېمن مشر ورور ټائيګر مېمن او د دغه ګېنګ (ډلې) مشر داؤد ابراهيم د حملو مرکزي کردارونه وو څوک چې پټ دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG