لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لشکرجهنګوي مشرملک اسحاق د ۱۴ تُندلارو سره وژل شوی


لشکرجهنګوي ډله د امريکې محکمه خارجه لخوا د نړيوالو ترهګرو ډلو په فهرست کې شامل ده .
لشکرجهنګوي ډله د امريکې محکمه خارجه لخوا د نړيوالو ترهګرو ډلو په فهرست کې شامل ده .

د پاکستان پنجاب صوبې پوليس وايي په يوه کارروايۍ کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې لشکرجهنګوي مشر ملک اسحاق د ۱۴ وسله والو سره وژل شوی دی .

د سرکاري ميډيا ترمخه دغه عمليات چې د پنجاب صوبې پ مظفرګړهـ سيمه کې رامنځته شوي ، د ملک اسحاق دوه زامن هم پکې وژل شوي دي .

پوليس وايي وسله والو سره نښته کې درې پوليس ژوبل شوي دي .

لشکرجهنګوي ډله د امريکې محکمه خارجه لخوا د نړيوالو ترهګرو ډلو په فهرست کې شامل ده .

ځايي ميډيا د پنجاب پوليس لخوا وايي چې ملک اسحاق او د هغه زامن يوه اوونۍ وړاندې د پوليس د ترهګرۍ د مخنيوي څانګې نيولي وو . او د هغويې نه د تفتيش وروستو د نهې په ورځ ناوخته د هغويې په معلوماتو پوليس د وسلې ترلاسه کولو دپاره هغويې ځان سره مظفرګړهـ ته بوولي وو .

پوليس وئيلي ، د مظفرګړهـ په شاه والا نومې علاقه کې د وسلې ترلاسه کولو وروستو پوليس پارټۍ باندې په دغه ځايې موجودو وسله والو ډزې پېل کړې او بيا مقابله وشوه .

پوليس سره په مقابله کې د وژل شوؤ مړي د مظفرګړهـ مرکزي روغتون ته وړل شوي دي .

ملک اسحاق په ۱۹۹۷م کې د جوړ شوي تنظيم لشکرجهنګوي په بانيانو کې شمار ؤ . په دغه تنظيم په شيعه مسلمانانو د وژونکو حملو تورونه دي .

ملک اسحاق په دغه ډول تورونو کې د ۱۴ کال بند تېرولو وروستو په کال ۲۰۱۱م کې د جېل نه خوشی شوی ، خو د هغې وروستو پوليس هغه زياتره نظربند ساتلی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG