د پاکستان بلوچستان صوبې په سر ښار کوئټه کې نامعلومو وسله والو دوه کسان په ډزو وژلي دي .
د پوليسو په وينا دغه پېښه نن ګل په ورځ د کوئټې په سبزل روډ رامنځته شوې ، او وسله والو په موټر کې سواره کسان په نخښه کړي او د موقعې څخه تښتېدلي دي .
پوليس وايي د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د رازمحمد او محمدطاهر په نومونو شوې ده ، او پېښه يې هدفه وژنه ګرځولې ده .
پوليس او قانون نافذؤنکې ادارې موقعې ته رسېدلي او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
په کوئټه کې د ګل په ورځ هم د پوليس د يو لوړ پوړي افسر په ګاډي ډزې شوې وې چې په نتيجه کې يې دوه پوليس او په لار تلونکې يوه زنانه وژل شوي وو .
پوليس وئيلي ؤ په ځوابي کارروايۍ کې يې يو حمله کوؤنکی هم وژلی ؤ .
د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبه کې په ورستيو کې په پوليس ، امنيتي ځواکونو باندې حملې او هدفي وژنې زياتې شوي دي .
د صوبې چارواکي وايي د امنيت ټينګ ساتلو دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي ، او د پوليس په ګډون د قانون نافذؤنکو ادارو قوت نور زياتولی شي . چارواکي په صوبه کې د تېر په پرتله د امنيت ښه کېدو ادعا هم کوي .