لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي،امريکې په شام کې داعش څخه پاکې سيمې جوړولو هڅه


امريکا او ترکي په گډه د شام شمالي علاقې د داعش د ياغيانو څخه د پاکولو منصوبه جوړوي .
امريکا او ترکي په گډه د شام شمالي علاقې د داعش د ياغيانو څخه د پاکولو منصوبه جوړوي .

امريکا او ترکي په گډه د شام شمالي علاقې د داعش د ياغيانو څخه د پاکولو منصوبه جوړوي .

امريکې د نهې په ورځ وئيلي چې په داعش د حملې د ګډې منصوبې نه به د ترهګرو په ضد جنګ کې د ترکي برخه نوره زياته شي .

امريکايي چارواکو رسنيو ته وئيلي ، چې د حملې هدف د داعش نه پاکې سيمې " بفرزون" جوړول دي ، او د دې دپاره چې د شام سره مېلاوېدونکې د ترکي د پولې علاقه خوندي شي . خو په دغه کارروايۍ کې د ترکي د دغې سيمې په نو فلائي زون(چې الوت پرې نه کيږي) کې د شاملو پخوانۍ غوښتنه شامل نه ده .

امريکې ته اندېښنه ده چې د شام د حکومت د فضائي حملو ودرولو دپاره د نوفلائي زون جوړولو نه به د امريکايي پوځ د شام د صدر بشارالاسد لرې کولو دپاره د مختلفو ډلو سره د څلورو کالو روان جنګ کې نوره تيزي راشي .

ترکي د ېوې مياشتې د سوچ نه پس په داسې مهال شام کې په وسله والو بمباري پېل کړې ، چې يوه اوونۍ وړاندې په دغه هېواد کې يو ځانمرګي بريد کې ۳۲ کسان اووژل شو او بيا په يوه موټري بمي چاؤدنه کې دوه پوځيان د مينځه لاړل .

د دې ترڅنګ ترکي د ترهګرو په ضد د فضايي عملياتو دپاره امريکې ته د خپلې پوځي اډې ورکولو اجازت هم ورکړو . د کوم له امله چې امريکې ته د عراق نه د راتګ په ځايې په فضائي لار ډېره لنډه شوې ده .

هم په داسې مهال ، د ترهګرو په ضد د ترکي فضائي حملې په شام کې ځمکنۍ جګړه نوره مشکله جوړوي ، چرته چې د شام کُردان د انتهاپسندو په ضد يو کلک قوت ګڼل کيږي . خو انقره په دې اندېښنه کې ده چې دغه قوت په ترکي کې کُرد بغاوت ته هم وده ورکولی شي .

ترکي د خپل امنيت په مسله د بحث دپاره د نهې په ورځ د نېټو خصوصي غونډه رابللې ده ، او نېټو وايي دغه غونډه په وروستيو کې د ترهګرو حملو وروستو حالاتو ته په کتو راغوښتل شوې ده.

د امريکې په ملاتړترکي په شام او عراق کې د داعش او کردانو دوه ځالې په نخښه کړي دي .

د سپينې ماڼۍ وياند د اتوار په ورځ وئيلي چې انقره د خپل دومره حق پورې محدود پاتې کېدل غواړي چې د ترهګرو د عملياتو په ځواب کې د هغويې ځالې په نخښه کړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG