لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تُرکي د نېټو د غونډې بللو خواست کړی


نېټو وئيلي ، د دغې غونډې خواست په وروستيو کې د ترهګر بريدونو نه وروستو حالاتو ته په کتو شوی دی .
نېټو وئيلي ، د دغې غونډې خواست په وروستيو کې د ترهګر بريدونو نه وروستو حالاتو ته په کتو شوی دی .

تُرکي د نهې په ورځ د ملک امنيت ته په راپېښو اندېښنو باندې د خبرو اترو دپاره د نېټو هېوادونو خصوصي غونډه بللې ده .

نېټو وئيلي ، د دغې غونډې خواست په وروستيو کې د ترهګر بريدونو نه وروستو حالاتو ته په کتو شوی دی .

امريکې د تُرکي لخوا په شام کې د داعش او په عراق کې د کُرد ياغيانو په ځالو د فضائي عملياتو د دوه جهتي حکمت عملۍ ملاتړ کړی دی .

تېره اوونۍ په تُر کي کې د ترسره شوؤ تشدد د دوه پېښو تور په دغو دواړو تنظيمونو لګؤل شوی ؤ کوم چې د يو بل سخت مخالفين دي .

د سپيني ماڼۍ وياند د اتوار په ورځ وئيلي ، انقرې ته " د اړونده ترهګرو په ضد د عملياتو" کولو پوره حق حاصل دی ، او په خيتز عراق کې د کُردستان ورکرز پارټۍ په ضد هم ، چرته چې د جمعې په شپه حمله شوې وه .

په کال ۲۰۱۳م کې د انقرې او کُردانو ترمينځ د امن تړون د اعلان نه پس دا لمړی ځل دی چې تُرکي په عراق کې دغه ناقانونه ګرځول شوي تنظيم باندې حملې کړي دي .

د تېرې جمعې په ورځ تُرکي د داعش ځالو په نخښه کولو نه علاوه امريکايي جنګي الوتکو ته په شام کې د تُندلارو په ضد عملياتو دپاره د پوځي اډي کارولو اجازت هم ورکړی ؤ .

کُردستان ورکرز پارټۍ وئيلي د فضائي حملو نه پس انقرې سره امن تړون بې معنې شوی دی .

د تُرکي پوځ د خالي په ماښام شوې موټري بمي چاؤدنې تور په کُردياغيانو پورې کړی دی ، په سويلي ختيزې د کُردانو په اکثريتي علاقه کې شوې دغې حمله کې دوه پوځيان وژل شوي وو ، د کوم له کبله چې د حکومت او بيلتون خوښې ډلې ترمينځ تاؤ تريخوالی زيات شوی دی .

د کُردنسل سره تعلق لرونکی خلک د منځني ختيز په څلورو ملکونو ايران، عراق، شام او تُرکي کې اباد دي او د دوي ځينې تنظيمونه د خپلو حقونو يا بيل ملک جوړولو په مبارزه بوخت دي .

کُرد په عراق کې د داعش نه د خپلو ښارونو خلاصولو دپاره په جګړه بوخت دي ، او دويې په تُرک حکومت باندې د داعش د جنګيالو د ملاتړ تور پورې کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG