لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د امريکايي سفارتخانې يو ځايي ملازم په ډزو وژل شوی


د امريکايي سفارتخانې لخوا د پېښې په اړه څه نه دي وئيل شوي خو پوليس وايي د سفارتخانې اړونده کسان د پېښې ځايې ته ورغلي دي .
د امريکايي سفارتخانې لخوا د پېښې په اړه څه نه دي وئيل شوي خو پوليس وايي د سفارتخانې اړونده کسان د پېښې ځايې ته ورغلي دي .

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د امريکا په سفارتخانه کې کارکوؤنکی يو مقامي کس د نامعلومه وسله وال په ډزو وژل شوی دی . د پوليس ترمخه دغه پېښه نن د اتوار په ورځ سحرد سيکټرجې نائن په علاقه کې رامنځته شوې ده .

د جي سېکټرنائن تهاڼې مشر انسپکټرخالداعوان وايس اف امريکا ته د پښې په اړه وئيلي ، وژل شوی کس چې اقبال بېګ نوميږي په امريکايي سفارتخانه کې يې کار کولو او چې د شپې ناوخته کور ته تلو، وسله په لاس يو کس هغه ودرولو او بيا يې هغه سره انښته شوې ده .

د پوليس افسر په وينا په دغه مهال ډز شوی او اقبال بېګ پرې وژل شوی دی .

"وسله په لاس کس په ۹اېم اېم تماچه په اقبال ډز کړی او هغه پرې وژل شوی دی ، د موقعې نه داسې شواهد ترلاسه شوي چې حمله کوؤنکی کس هم ژوبل شوی ځکه چې د هغه د تېښتې په لار د وينې نخښې پاتې شوي دي".

د امريکايي سفارتخانې لخوا د پېښې په اړه څه نه دي وئيل شوي خو پوليس وايي د سفارتخانې اړونده کسان د پېښې ځايې ته ورغلي دي .

د پوليس افسر په وينا د وژل شوي کس تعلق د شيعه اسماعيلي فرقې سره وئيل کيږي خو نوموړي وئيلي د وژنې د پېښې په شا اصل حقيقت به د تفتيش نه وروستو معلوم شي .

پوليس وايي د پېښې په اړه يې د مختلفو اړخونو نه پلټنې پېل کړي دي .

پاکستان کې چې وخت په وخت د فرقه ايزه وژنو پېښې رامنځته کيږي او دلته په لويه شمېره کې د شيعه اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکي خلک هم مېشت دي ، نزدې دوه نيمې مياشتې وړاندې په کراچۍ ښار کې د شيعه اسماعيلي فرقې سره د تعلق لرونکو کسانو په يو ډک بس د ډزو بريد کې د ۴۵ پورې کسان وژل شوي وو .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG