لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما: امريکا او کينيا د ترهګرۍ او الشباب په ضد يو دي


د کينيا صدر اوهورو کينياټا سره ګډې خبري غونډې ته د صدر باراک اوباما وينا وه چې د امريکې او کينيا ترمينځ د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کلکې اړيکي دي ،
د کينيا صدر اوهورو کينياټا سره ګډې خبري غونډې ته د صدر باراک اوباما وينا وه چې د امريکې او کينيا ترمينځ د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کلکې اړيکي دي ،

د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي ، چې امريکا او کينيا د تُندروه ډلې الشباب د مخ په زياتېدونکې خطرې ته په کتو د ترهګرۍ په ضد يو دي .

نېروبي کې د کينيا صدر اوهورو کينياټا سره ګډې خبري غونډې ته د صدر باراک اوباما وينا وه چې د امريکې او کينيا ترمينځ د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کلکې اړيکي دي ، چې هدف يې په صوماليه کې د الشباب تُندروه ډلې مخه نيول دي .

نوموړي د الشباب لخوا په ګاريسا پوهنتون او ويسټ ګيټ کې په تجارتي مرکز باندې د شوؤ بريدونو په تناظر کې د کينيا د خلکو د حوصلو ستائينه اوکړه .

"مونږ په منظمه طريقه د الشباب د اثر لاندې علاقه د هغويې د ولقې نه بيرته اخيستې، مونږ په صوماليه کې دننه د هغويې د قابو کولو جوګه شوي يو او مونږ په ختيزه افريقه کې دننه تېز نېټ ورک مات کړی دی خو د دې دا مطلب نه دی چې مسله هواره شوې ده" .

کينياټا سره په خبرو کې صدر اوباما خبرداری ورکړو چې د ترهګرۍ په غبرګون کې دې د کومې ټولنې يا ورورولۍ هدف جوړولو نه ډډه وکړی شي ، ځکه چې په داسې کولو سره انتهاپسندي وده مومي .

د بشري حقونو تنظيمونه په کينيا کې د امنيتي ځواکونو لخوا د ترهګرۍ د مخنيوي د عملياتو په مهال د صوماليه په مسلمانانو او نورو نسلي باندې د ظلم زياتي کولو تورونه پورې کوي .

کينياټا ووئيل ، حکومت يې په اصلاحاتو کار کوي او د پسمانده فرقو حالاتو ښه کولو دپاره سرمايه کاري کوي . نوموړي د بډو رشوتونو د مکملې خاتمې ادعا هم وکړه . چې صدر اوباما يې دغه ګام وستايئلو .

صدر اوباما ووئيل پکار ده چې لويې او واړه ټول چارواکي دي بډې رشوتې اخيستل بند کړي ، د کوم له کبله چې د هغه په وينا د نوؤ دندو شورو کوؤنکو حوصلې ماتيږي .

دواړو مشرانو د ترهګرۍ او بډو رشتونو په ضد جګړه کې د يو والي عزم څرګند کړو ، خود هم جنس پرستو د حقونو په اړه د دواړو مشرانو دريز مختلف ؤ .

کينياټا ووئيل د کينيا او امريکې څو اقدار شريک دي خو په دې کې د هم جنس پرستۍ په اړه نظر شامل نه دی .

هغه ووئيل "نن د کينيا د خلکو دپاره د هم جنس پرستانو د حقونو معامله غټه مسله نه ده"، هغه زياته کړه د ملک زياته توجه يې د ترهګرۍ په مسله ده .

خو د هغه دغه وينا د صدر اوباما د بيان نه بدله وه ، د صدر اوباما وينا وه "په دې مسله باندې په ټوله افريقا کې زما موقف يو دی زه په دې اصولو يقين ساتم چې د خلکو سره دي د قانون سره سم يو شان چلند وشي او د قانون لاندې هغويې ته برابر تحفظ ورکول پکار دي او رياست بايد خلکو سره په جنسي بنياد امتيازي سلکوک ونه کړي".

او صدراوباما ووئيل د خلکو مذهبي عقيدې بدلې کېدی شي خو د رياست لخوا د خلکو سره بدل بدل سلوک نه دی پکار .

د امريکې صدر باراک اوباما د جمعې په ورځ کينيا ته په دوه ورځنۍ سرکاري دوره رسېدلی ؤ او د هغې وروستو به د ايتهوپيا سفر کوي ، او دا به د کوم امريکايي صدر د ايتهوپيا لمړی سفر وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG