لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بدخشان: طالبانو د افغان ځواکونو مرکز نيولی


چارواکو وئيلي ، په دغه سيمه کې د تېرو درېو ورځو راهسې جګړه روانه وه ، چې پکې اته پوليس او ۱۴ مخالفين وسله وال هم وژل شوي وو .
چارواکو وئيلي ، په دغه سيمه کې د تېرو درېو ورځو راهسې جګړه روانه وه ، چې پکې اته پوليس او ۱۴ مخالفين وسله وال هم وژل شوي وو .

راپورونه وايي د افغانستان بدخشان صوبې د وردوج ولسوالۍ (ضلعې) په تيرګران سيمه کې طالبانو د افغان ځواکونو يو مرکز نيولی ، او د مرکز ۱۲۵ پورې ځايي او سرحدي پوليس طالبانو ته تسليم شوي دي .

د بدخشان د والي مرستيال ډاکټر ګل محمدبېدار په وينا د تيرګران مرکز تېر ماښام وسله والو طالبانو نيولی دی .

د نوموړي په وينا وسله والو طالبانو د سيمې مشران او سپين ږيري په ځايي او سرحدي پوليسو پسې ورلېږلي ؤ چې طالبانو ته تسليم شي . هغه زياته کړې چې پوليس تسليم شوي او دا ځايي خلک ؤ او پخوا يې هم د طالبانو سره لاس وو .

د والي مرستيال وئيلي په تسليم شوؤ پوليسو کې ۹۰ سرحدي او ۳۵ محلي يا ځايي پوليس شامل دي ، او د تيرګران د ځواکونو مرکز اوس د طالبانو په ولقه کې دی .

د نوموړي په وينا په دغه سيمه کې د تېرو درېو ورځو راهسې جګړه روانه وه ، چې پکې اته پوليس او ۱۴ مخالفين وسله وال هم وژل شوي وو .

هغه زياته کړې چې د تيرګران په مرکز ۴۰۰ وسله والو طالبانو بريد کړی او په مرکز کې د ټېنکونو او نورې پرتې درنې او سپکې وسلې سره يې هر څه په خپله ولقه کې اخيستي دي .

بل لور ته راپورونه د بدخشان د ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري له قوله وايي د تيرګران په مرکز کې ځايي او سرحدي پوليس چې ۱۸۰ وو طالبانو ته تسليم شوي دي .

نوموړي په حکومت نيوکه کړې چې د تيرګران ځواکونو څلور ورځې طالبانو سره جګړه کړې خو د دولت لخوا ورته هوايي او ځمکنۍ مرستې نه دي رسېدلي .

خو د بدخشان د والي مرستيال وئيلي چې د موسم د خرابۍ له کبله تېره ورځ ملي اردو يا پوځ د تيرګران مرکز ته نه ؤ رسېدلی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG