لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيلابونو چترال کې نوره تباهي خوره کړي،١٩ کسان مړۀ


 چترال کې دسختو بارانونو وريدو څخه وروستو راغلو سيلابونو کې پي ډي ايم اى تر دې مهاله د٢٩ کسانو دمړينې پخلى کړى دى.
چترال کې دسختو بارانونو وريدو څخه وروستو راغلو سيلابونو کې پي ډي ايم اى تر دې مهاله د٢٩ کسانو دمړينې پخلى کړى دى.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا په چترال سيمه کې دجمعې اؤ خالي په مينځ شپه سيلابونو نوره تباهي هم خوره کړې ده چې پکې دافتونو په مهال دمرستې دصوبائي ادارې ( پي ډي ايم اى) ترمخه ١٩ کسان مړۀ شوي دي.

چترال کې دسختو بارانونو وريدو څخه وروستو راغلو سيلابونو کې پي ډي ايم اى تر دې مهاله د٢٩ کسانو دمړينې پخلى کړى دى.

دچترال په بروزري سيمه کې دوه، گوکهر کې دوه، لوني کې دوه، ريشون کې يو، ايون کې يو، هنجل کې يو، سهت کې ١٠،ورينج کې يو اؤ اوتهول کې ٨ کسان مړۀ شوي دي.

دپي ډي ايم اى ترمخه مختلفو سيمو کې ٤٠٠ؤ څخه زيات څاروي هم مړۀ شوي دي اؤ دخالي په شپه ټول چترال کې په دمې دمې سره دبارانونو لړۍ روانه وه اؤ بيلا بيلو سيمو کې نور ٣٠ کورونه تباه شوي دي.

دمستوج تحصيل په تهار گرام کلي کې دغرونو څخه دورغلو سيلابي اوبو له امله په لويه پيمانه تباهي خوره شوې ده، په تورکوه کلي ، استارو اؤ نودراغ کې سيلابي اوبو فصلونو ته زيان رسولى.

داطلاعاتو ترمخه دچترال په لرې پرتو اؤ غرييزو سيمو کې سيلابي اوبو کې دلاهو شوؤ خلکو رشته داران هغوي پخپله لټوي.

دسيمه ييزو پوليسو وينا ده چې تر دې مهاله د١١ؤ کسانو مړي موندل شوي اؤ دنورو ورکو شوؤ کسانو پيدا کولو لپاره دلټونې عمليات روان دي.

چارواکي وائي چې چترال کې سيلابونو په لويه پيمانه کورونه، دوکانونه، هسپتالونه،سړکونه ، پلونه اؤ حکومتي ودانۍ تباه کړي.

سيلاب کې دسيمې درابطې سړکونه هم لاهو شوي چې له امله يې په امدادي هلو ځلو کې خنډان راولاړيږي.

دموسمياتو دمحکمې ترمخه چترال اؤ پيوست سيمو کې به دبارانونو لړۍ راتلونکې يوې اوونۍ پورې روانه وي.

٢٠١٠م کې هم ټول پاکستان کې سيلابونه راغلي وؤ چې چې پکې خواؤشا دوه زره کسان مړۀ شوي وؤ ددرنو مالي زيانونو ترڅنگ په لکونو خلک بې کوره شوي هم وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG