لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا ددفاع وزير عراق کې کرد مشرانو سره ليدنه کړې


ايش کارټر دبغداد څخه دعراق دنيمې خپلواکه کرد سيمې پلازمينې اربيل ته رسيدلى اؤ دغلته يې سيمه کې دامريکا دمهم ائتلافي اؤ عراقي کردستان دصدر مسعود برزاني سره ليدلي دي.
ايش کارټر دبغداد څخه دعراق دنيمې خپلواکه کرد سيمې پلازمينې اربيل ته رسيدلى اؤ دغلته يې سيمه کې دامريکا دمهم ائتلافي اؤ عراقي کردستان دصدر مسعود برزاني سره ليدلي دي.

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر دعراق دکرستان سيمې دپلازمينې غيراعلانيه دوره کړې اؤ دغلته يې کرد مشرانو سره دتندروه ډلې داعش دمخنيوي په تگلاره خبرې اترې کړي دي.

ايش کارټر دبغداد څخه دعراق دنيمې خپلواکه کرد سيمې پلازمينې اربيل ته رسيدلى اؤ دغلته يې سيمه کې دامريکا دمهم ائتلافي اؤ عراقي کردستان دصدر مسعود برزاني سره ليدلي دي.

دعراقي کردستان پوځپيش مرگه سيمه کې دداعش دپرمختگ په ضد مزاحمت کوونکى ترټولو موثره طاقت دى چې دتيريو کال په مهال يې شمالي عراق اؤ شام کې دداعش دپرمختگ دمخې په نيولو کې مهم کردار ادا کړى دى.

امريکا دپيش مرگه دستو ته تربيت اؤ مرسته ورکوي خو صدر هرزاني پرله پسې گيله کوي چې لويديز هيوادونه ورته دداعش په مقابله کې موثره مرسته نۀ ورکوي.

اربيل ته درسيدو څخه يوه ورځ دمخه ايش کارټر بغداد ته رسيدلى ؤ چرته چې هغه عراقي مشرانو سره ليدنې کړې وې، دهغه دبغداد سفر هم غيراعلانيه ؤ.

دخپل سفر په مهال دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر عراقي امنيتي ځواکونو ته دتربيتي مشقونو دمعائنې ترڅنگ عراقي مشرانو سره دداعش په ضد دروانو گډو ځوابي کارروائيو دبيلا بيلو اړخونو جاج هم اخستى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG