لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي قيادت دايران دجوهري تړون پلوي دى،دامريکا ددفاع وزير


 دامريکا ددفاع وزير وويل باچا اؤ وزيرانو دواړو دايران دجوهري تړون ملاتړ تکرار کړى اؤ بيا هغوي دايران اؤ داعش په اړه په نورو چارو خبرې اترې وکړې
دامريکا ددفاع وزير وويل باچا اؤ وزيرانو دواړو دايران دجوهري تړون ملاتړ تکرار کړى اؤ بيا هغوي دايران اؤ داعش په اړه په نورو چارو خبرې اترې وکړې

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر وئيلي دي دسعودي عرب مشرانو ورته دايران دجوهري تړون په اړه دتاريخي تړون دملاتړ باور ورکړى دى.

کارټر دشورو په ورځ دسعودي شاه سلمان بن عبدالعزيز، خپل سعودي سيال محمد بن سلمان اؤ نورو لوړپوړو چارواکو سره جده کې ليدنه کړې ، چې له دې وروستو هغه خبريالانو ته وئيلي دي دسعودي قيادت دتهران دتړون پخلى کړى.

دامريکا ددفاع وزير وويل باچا اؤ وزيرانو دواړو دايران دجوهري تړون ملاتړ تکرار کړى اؤ بيا هغوي دايران اؤ داعش په اړه په نورو چارو خبرې اترې وکړې

هغه وويل په امکاني توگه به دسعودي باچا دراتلونکي خزان موسم کې دامريکا سفر کوي.

دايران اؤ شپږو نړيوالو طاقتونو ترمينځ دمذاکراتو څخه وروستو په ١٤مه جولا ئي په يو تړون اتفاق شوى ؤ خو دسعودي عرب له لوري نۀ خو په باضابطه توگه دايران دجوهري تړون ترديد شوى ؤ اؤ نۀ يې هم ملاتړ.

خو په اوسنو ورځو کې رياض کې دچارواکو په حواله داسې خبرونه مخې ته راغلي چې پکې انديښنه څرگنده شوې ايران سيمه کې بې ثباتي پيدا کولى شي.

ايش کارټر وويل دسعودي مشرانو له لوري يواځې دايران لخوا په جوهري تړون دپابند اوسيدو پخلي لپاره دبين المللي معائنه کارانو په توان اؤ دکومې خلاف ورزۍ صورت کې دبنديزونو په بيا لگيدلو دتحفظاتو څرگندونه شوې ده.

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر ايران سره په تاريخي جوهري تړون د خپلو خليجي اؤ عرب ائتلافيانو دتحفظاتو لرې کولو لپاره دمينځني ختيز په سفر دى، روانه اوونۍ کې هغه داسرائيل دوره هم کړې وه، داسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو ددغه تړون مخالف دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG