لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې دالقاعده مشر محسن الفاضلي وژل شوى،پينټاگان


فاضلي په شکمنه توگه دخراسان ډلې مشر ؤ، دغه ډله دالقاعده په هاغو سينئر غړو مشتمله ده چې دمرکزي ايشياء اؤ دمينځني ختيز دنورو سيمو څخه شام ته دبريدونو دمنصوبه بندۍ لپاره ورغلي.
فاضلي په شکمنه توگه دخراسان ډلې مشر ؤ، دغه ډله دالقاعده په هاغو سينئر غړو مشتمله ده چې دمرکزي ايشياء اؤ دمينځني ختيز دنورو سيمو څخه شام ته دبريدونو دمنصوبه بندۍ لپاره ورغلي.

پينټاگان وئيلي دي چې شام کې دامريکا په مشرۍ دائتلاف لخوا روانه مياشت کې ترسره شوي يو فضائي بريد کې دالقاعده مشر وژل شوى، دالقاعده په وژل شوي مشر دامريکا اؤ ائتلافيانو په ضد دبريدونو دمنصوبه بندۍ تور ؤ.

دپينټاگون ديو وياند کيپټن جيف ډيوس وينا ده چې محسن الفاضلي نومې دالقاعده دغه مشر دشام دشمال لويديزې سيمې سرمده سره نزدې په ٨مه جولا ئي هاغه وخت فضائي بريد کې وژل شوى ؤ چې هغه په يو گاډي کې سفر کولو، خو هغه دا پخلى نۀ دى کړى چې ٣٤ کلن فاضلي دډرون که دجنگي جهاز کارروايۍ کې وژل شوى دى.

فاضلي په شکمنه توگه دخراسان ډلې مشر ؤ، دغه ډله دالقاعده په هاغو سينئر غړو مشتمله ده چې دمرکزي ايشياء اؤ دمينځني ختيز دنورو سيمو څخه شام ته دبريدونو دمنصوبه بندۍ لپاره ورغلي.

خبري ادارې اى ايف پي داستخباراتي چارواکو له خُلې وئيلي دي چې فاضلي په وژل شوي دغه تندلاري به زيات باور کيدو اؤ هغه ته په امريکا د١١م ستمبر،٢٠٠١ء دبريدونو دوړاندې څخه اطلاع وه.

دپينټاگان دوياند وينا ده چې دهغه وژنه به دامريکا ، ائتلافيانو اؤ شراکت دارانو په ضد دالقاعده روانې کارروايۍ کمې اؤ تالا ترغه کړي.

ډيوس دا هم وئيلي دي چې فاضلي په اکتوبر کال ٢٠٠٢م کې کويت کې دامريکائي ميرينز په ضد ترسره شوؤ بريدونو کې هم ککړ وؤ.

له دې وړاندې اطلاعات ترلاسه شوي وؤ چې هغه دستمبر په مياشت کې يو امريکائي فضائي بريد کې په نخښه کړل شوى ؤ خو چارواکو يې په هاغه مهال دوژنې پخلى نۀ ؤ کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG