لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملگرو ملتونو امنيتي شورا ايران سره دجوهري تړون منظوري ورکړې


 دامنيتي شورا دمنظورۍ څخه وروستو به دغه تړون راتلونکو دريوؤ مياشتو کې دننه موثره شي
دامنيتي شورا دمنظورۍ څخه وروستو به دغه تړون راتلونکو دريوؤ مياشتو کې دننه موثره شي

دملگرو ملتونو سيکورټي کونسل يا امنيتي شورا په متفقه توگه دايران اؤ شپږو نړيوالو طاقتونو ترمينځ دترسره شوي جوهري تړون منظوري ورکړې ده.

تيره اوونۍ ويانا کې دترسره شوي جوهري تړون مسوده د١٥ کسيز کونسل ته وړاندې کړى شوه اؤ دکونسل ټولو غړو يې په اتفاق سره منظوري ورکړه.

دويټو واک لرونکي دکونسل پينځه مستقل غړي امريکا،چين، روس، فرانس اؤ برطانيه – ايران سره په جوهري تړون لاسليک کوونکو هيوادونو کې شامل وؤ نو ځکه امکان ؤ چې امنيتي شورا به ددغه تړون په اسانۍ سره پخلى وکړي، په تړون لاسليک کوونکى شپږم هيواد جرمني ؤ.

دامنيتي شورا دمنظورۍ څخه وروستو به دغه تړون راتلونکو دريوؤ مياشتو کې دننه موثره شي ، دکوم لاندې چې به دځينو جوهري هلو ځلو دمحدودولو په بدل کې امنيتي شورا ايران څخه اقتصادي بنديزونه پورته کوي.

دتړون لاندې به دجوهري انرژۍ نړيواله اداره دسږکال دسمبر پورې دايران دجوهري پروگرام په اړه دپخوانو اؤ اوسنو شخړو په اړه خپل تفصيلي راپور جاري کوي دکوم په رڼا کې چې به ايران څخه داقتصادي بنديزونو پورته کولو عمل پيل شي.

امنيتي شورا دجوهري تړون منظوري په داسې حال کې ورکړې ده چې امريکائي کانگريس ددغه تړون دجاج اخستو اغاز کوي.

اوباما انتظاميې داتوار په ورځ دتړون مسوده کانگريس ته ليږلې وه ،دکانگريس ددواړو ايوانونو غړي ددغه تړون دمنظورولو يا رد کولو لپاره د٦٠ؤ ورځو نيټه لري.

په ايران زياتره امريکائي بنديزونه تير وخت کې دامريکائي کانگريس په منظورۍ سره لگول شوي وؤ اؤ ددغو بنديزونو دراتلونکي پريکړه دکانگريس دغړو له لوري دتړون په منظورۍ يا رد کولو اډاڼه لري.

دکانگريس داکثريتي گوند ريپبلکن گڼو مشرانو اؤ د٢٠١٦م صدارتي ټاکنو کې دگوند دټکټ کانديدانو ددغه تړون دردولو اشاره ورکړې ده، خو صدر اوباما هم په ډاگه کړې چې که چرې کانگريس دغه تړون رد کړو نو هغه به دغه پريکړه ويټو کوي.

دصدارتي ويټو دواک غيرموثر کولو لپاره دکانگريس ددواړو ايوانونو( سينيټ اؤ داستازو ايوان) دغړو په دريوؤ کې ددوه برخې اکثريت پکار وي دکوم ترلاسه کول چې په ظاهره دريپبلکن لپاره گران ښکاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG