لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دريم ون ډى کې پاکستان سري لنکا ته په ١٣٥ رنز ماتې ورکړې


داتوار په ورځ کولمبو کې لوبول شوي ميچ کې پاکستان دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دڅلورووکټو په تاوان ٣١٦ رنز جوړ کړل.
داتوار په ورځ کولمبو کې لوبول شوي ميچ کې پاکستان دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دڅلورووکټو په تاوان ٣١٦ رنز جوړ کړل.

پاکستان سري لنکا ته په دريم يو ورځني ميچ کې په ١٣٥ رنز ماتې ورکولو سره دپنځوؤ ميچونو سيريز کې د2-1 برتري ترلاسه کړې ده.

داتوار په ورځ کولمبو کې لوبول شوي ميچ کې پاکستان دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دڅلورووکټو په تاوان ٣١٦ رنز جوړ کړل.

ددې په ځواب کې دسري لنکا ټول ټيم په ٤٢م اوور کې په ١٨١ رنز اؤت شو، دپاکستان دبيټنگ په مهال دباران اؤ سري لنکا داننگز په مهال دتماشبينو داړي گړي له امله ميچ دوه ځل اودرول شو.

دسري لنکا دوکټو پريوتو لړۍ دشپږم اوور څخه پيل شوه کومه چې دميچ تر ختميدو روانه وه، دففټۍ جوړونکي لهيرو تهري مان څخه پرته دسري لنکا کوم بل بيټسمينان په غوره کارکردگۍ ښودلو کې ناکام شول، تهري مان په ٥٦ رنز ناټ اؤټ پاتې شوى.

دپاکستان لخوا ياسر شاه په ٢٩ رنز ورکولو سره څلور وکټې ترلاسه کړې، انور علي اؤ عماد وسيم هم دوه ، دوه وکټې واخستې.

له دې وړاندې دپاکستان احمد شهزاد٤٤،اظهرعلي ٤٩، محمد حفيظ ٥٤ ،سرفراز٧٧،شعيب ملک ٤٢ اؤ محمد رضوان ٣٥ رنز جوړ کړل.

دسري لنکا لخوا مالنگا اؤ پاتهيرانا يو ، يو وکټ ترلاسه کړه اؤ سرفراز احمد اؤ اظهرعلي رن اؤت شول.

دميچ گټلو څخه وروستو پاکستان ته دپينځوؤ ميچونو سيريز کې د2-1 برتري ترلاسه شوې ده، دسيريز څلورم ميچ به په ٢٢مه جولا ئي کولمبو کې لوبول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG