لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي داعش سره دتعلق په شک ٤٠٠ کسان نيولي دي


سرکاري خبري ادارې دسعودي داخله وزارت په حواله خبر ورکړى چې مشکوک کسانو نيول کيدو ديوې پراخې تگلارې برخه ده
سرکاري خبري ادارې دسعودي داخله وزارت په حواله خبر ورکړى چې مشکوک کسانو نيول کيدو ديوې پراخې تگلارې برخه ده

دتندروه ډلې داعش جنگيالو سره دتعلق په شک کې سعودي عرب 431 کسان نيولي دي چې پکې زياتره دسعودي وگړي شامل دي.

سرکاري خبري ادارې دسعودي داخله وزارت په حواله خبر ورکړى چې د مشکوک کسانو نيول کيدل ديوې پراخې تگلارې برخه ده چې مقصد يې ددولت اسلاميه هاغه منصوبه ناکامول دي چې پکې شروره صوبه کې دجوماتونو، يو سفارتي مشن، پوځ اؤ سرکاري تنصيباتو په نخښه کول وؤ.

ددغه اعلان څخه يوه ورځ دمخه دعراق په دياله صوبه کې يو مصروف بازار کې داعش بريد ترسره کړى ؤ چې پکې ١١٥ کسان وژل شوي وؤ.

دسعودي داخله وزارت په نيول شوؤ کسانو تور لگولى چې هغوي مئ کې هيواد کې دتيلو په دولت دسمبال ختيزې سيمې دشيعه مسلمانانو يوه امام باړه په نخښه کړې وه اؤ دوه خودکش حملې يې کړې وې چې پکې ٢٥ کسان وژل شوي وؤ.

دسعودي عرب دداخله وزارت وياند جنرال منسور بن ترکي خبريالانو ته وئيلي دي چې نيول شوي کسان په گڼو ځانگړو بريدونو کې ککړ وؤ اؤ دهغه په قول يوه بله ډله دداعش دبې لارې کوونکې نظريې خپرولو لپاره دخلکو په بهرتي کولو کې هم ککړه ده،ددې ترڅنگ ځينې کسان مستقبل کې دبريدونو ترسره کولو پسر هم نيول شوي.

تيرکال سعودي عرب اؤ سُني خليجي گاونډي هيوادونو يې په شام کې ددولت اسلاميه په ضد دامريکا په مشرۍ کې جوړ کړل شوي ائتلاف کې گډون کړى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG