لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما ايران سره د اټومي تړون عملي کيدو دپاره مټې رانغښتي


 نيويارک ټائمز سره يوه مرکه کې اوباما وئيلي دي دې تړون سره دا بنيادي مقصد ترلاسه کيدى شي دکوم په اړه چې ناقدين هم اتفاق کوي چې ايران سره جوهري وسلې نۀ دي پکار.
نيويارک ټائمز سره يوه مرکه کې اوباما وئيلي دي دې تړون سره دا بنيادي مقصد ترلاسه کيدى شي دکوم په اړه چې ناقدين هم اتفاق کوي چې ايران سره جوهري وسلې نۀ دي پکار.

دامريکا صدر براک اوباما ايران سره دجوهري تړون په اړه دشورو په ورځ سپينه ماڼۍ کې يو تفصيلي مطبوعاتي کانفرنس کوي چې پکې به هغه ددغه تړون گټه په ډاگه کوي.

کانگريس کې دزياترو ريپبلکن اؤ ځينو ډيموکريټس ترڅنگ اسرائيلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو دتړون په اړه دصدر اوباما ددې خيالاتو سره اتفاق نۀ کوي چې گنې دې تړون سره جوهري وسلو پورې دايران درسيدو لاره ختمه شوې ده.

نيويارک ټائمز سره يوه مرکه کې اوباما وئيلي دي دې تړون سره دا بنيادي مقصد ترلاسه کيدى شي دکوم په اړه چې ناقدين هم اتفاق کوي چې ايران سره جوهري وسلې نۀ دي پکار.

هغه وويل مونږ سره هم دا غوره لار ده چې نۀ يواځې راتلونکو لسو کلونو لپاره ، بلکې ددې څخه په وراخوا کلونو کې هم، دمعائنې يو داسې دپخلي نظام (جوړ کړل شي) کوم چې دا خبره باوري کوي هغه(ايران) جوهري وسلې نۀ ترلاسه کوي

دهغه په قول دا دامريکا دقومي سلامتۍ، اسرائيل دقومي سلامتۍ اؤ سيمه کې زمونږ دنورو ائتلافيانو دسلامتۍ لړ کې يوه مهمه کاميابي ده دا(تړون) سيمه کې دجوهري وسلو ممکنه زغل هم اودروي

امريکائي صدر وويل له دې وروستو چې به راتلونکو لسو يا ١٥ؤ کلونو کې کوم هم امريکائي صدر وي هغه به دا واک لري چې کوم پوځي گام يا نوي بنديزونه ولگوي ، خو دهغه په قول دې تړون سره به دايران په جوهري پروگرام زيات ژور نظر وساتلى شي.

صدر اوباما په دغه مهال اسرائيل اؤ خليجي ائتلافيانو سره په گډه دکار کولو دضرورت يادونه هم وکړه ترڅو په داسې کوم ممکنه گام هم نظر وساتلى شي چې په ايران دبنديزونو ختميدو څخه ترلاسه شوې سرمايه هغه دترهه گرۍ مرستې لپاره ونۀ کارولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG