لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : عملياتو کې دپينځوؤ جنگيالو دوژلو ادعا


نن سحر دتربت په گوگدان سيمه کې دامنيتي ځواکونو دکاروان سره نزدې يوه چاؤدنه هم شوې وه خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
نن سحر دتربت په گوگدان سيمه کې دامنيتي ځواکونو دکاروان سره نزدې يوه چاؤدنه هم شوې وه خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.

دمليشه ځواکونو سرچينې وائي دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په تربت سيمه کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې لږ ترلږه پينځه جنگيالي وژل شوي اؤ شپږ نور نيول شوي دي.

دايف سي دسرچينو ترمخه دتربت په شادي کور سيمه کې دوسله والو جنگيالو دموجودگۍ په اطلاع امنيتي ځواکونو عمليات وکړل چې پکې ديوې تندروه ډلې ددوؤ مهمو کمانډرانو په گډون پينځه جنگيالي ووژل شول اؤ شپږ نور ونيول شول.

خو په ازادانه توگه دمليشه ځواکونو ددغه دعوې پخلى نۀ دى شوى.

نن سحر دتربت په گوگدان سيمه کې دامنيتي ځواکونو دکاروان سره نزدې يوه چاؤدنه هم شوې وه خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.

دايف سي دوياند ترمخه دتربت دتمپ سيمې څخه هم ٩ شکمن ترهه گر نيول شوي اؤ دوه نور دگوادر سيمې څخه نيول شوي دي.

له دې وړاندې دايف سي ځواکونو دبولان ضلعې په بهاگ سيمه کې ديوې بيلتون خوښې ډلې په مرکز چاپه وهلې وه اؤ دعوه يې کړې وه چې ددغو ځائيونو څخه يې په دروند مقدار کې وسله اؤ چاؤديدونکي مواد نيولي دي.

دايف سي دوياند ترمخه دغه مرکز دبلوچ ريپبلکن ارمي اؤ بلوچ ليبريشن ارمي ډلو له لوري دبلوچستان په سبي، کوهلو اؤ ډيره بگټي سيمو کې دبدامنۍ دپيښو ترسره کولو لپاره کارول کيدو.

امنيتي ځواکونو تربت کې دجنگيالو په ضد دغه تازه عمليات په داسې حال کې ترسره کړي چې تيره مياشت بلوچستان کې پوځ اؤ حکومت دهيواد په ضد په وسله وال مقاومت په بوختو ځوانانو غږ کړى ؤ چې دپيسو په مقابل کې دې وسله په ځمکه وغورځوي، حکومت دوسله غورځونکو لپاره دعامې بخښنې اعلان هم کړى ؤ.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه تشدد اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان صوبه درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG