لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي سفیر ګورنر مهتاب سره د قبائیلي سیمو په وضعیت خبرې کړي


Sur'da geçen yılki sokağa çıkma yasağından sonra istimlak edilen evlerden tahliyeler 
Sur'da geçen yılki sokağa çıkma yasağından sonra istimlak edilen evlerden tahliyeler 

دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب احمد خان دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپوځ له لوري دتندلارو په ضد روان عمليات بريالي گرځولي اؤ دعوه يې کړې ده چې ددغو عملياتو څخه وروستو سيمه کې امن پځايې کيږي.
دپاکستان پوځ تيرکال په ١٥م جون دامريکا دغوښتنو اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو دمذاکراتو دناکاميدو څخه وروستو په داسې حال کې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې پوځي عمليات پيل کړي وؤ چې ددغو عملياتو دپيل کيدو څخه يواځې يوه اوونۍ دمخه طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه، دغه حمله کې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.
که هر څو دپاکستان دحکومت اؤ پوځ لخوا شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتوپه مهال دمهمو لاسته راوړنو دعوې کيږي خو سيمه کې اوس هم دپوځ اؤ جنگيالو ترمينځ دخونړو نښتو راپورونه ترلاسه کيږي اؤ پوځ اوس هم وخت په وخت دغلته عملياتو کې دلسگونو جنگيالو دوژلو په اړه ميډيا ته اطلاعات ورکوي.
دخالي په ورځ دپيښور په گورنر هاؤس کې پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن سره دليدنې په مهال گورنر مهتاب وئيلي دي چې دجنوبي وزيرستان ايجنسۍ څخه دجگړې له امله دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورونو ته دستنولو اؤ دهغوي دبحالۍ لمړى پړاؤ پاې ته رسيدلى اؤ ددې ترڅنگ دخيبرايجنسۍ اؤ شمالي وزيرستان ٤٠ زره کورنۍ هم خپلو کورونو ته ستنې شوي دي.
گورنر وئيلي دي چې سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره سول انتظاميه بشپړ کردار ادا کوي اؤ زياته کړې يې ده چې داگست تر نيمائي دخيبرايجنسۍ څخه دپوځ اؤ تندلارو ترمينځ دجگړې له امله دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورونو ته دستنيدو هيله ده.
خو په عیني حال کې څیړونکي نیوکې کوي چې پوځ په خیبرایجنسي کې د روانو عملیاتو د سرته رسولو اعلان کړی خو نه یې ده ښودلې چې ایا په دغه عملیاتو کې یې د منګل باغ اؤ د هغه د مخالفو جنګیالو په څیر وسله وال نیولي یا وژلي دي که نه ؟
سردار مهتاب دخيبرپښتونخوا گورنر دکډوالو بحالۍ اؤ دهغوي دبنيادي ضرورتونو پوره کولو لپاره داسانتياوؤ په ورکړه دامريکائي حکومت دمرستې څخه مننه وکړه اؤ دغه لړ کې يې دامريکا دکردار ستائينه وکړه.
هغه وويل کډوالو چې دپاکستان دغوره راتلونکي لپاره دکومو ستونزو اؤ مشکلاتو سره مخ شول قام دې ته دقدر په سترگه گوري .
په دغه موقع دخيبرپښتونخوا گورنر امريکائي سفير قبائيلي سيمو کې داولس دبنيادي حقونو دتحفظ اؤ سيمه کې دامن اؤ ثبات باوري کولو لپاره دانتظامي اؤ سياسي اصلاحاتو په اړه دپرمختگ څخه خبر کړو اؤ وې وئيل چې ددغو گامونو گټورې نتيجې رابرڅيره کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG