لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي ډرون کې د داعش مهم مشر وژل شوی


د امريکې خارجه محکمې لخوا د وژل شوي داعش مشر نوم "د خودکش بمبارو امير" اېښودی شوی ؤ .
د امريکې خارجه محکمې لخوا د وژل شوي داعش مشر نوم "د خودکش بمبارو امير" اېښودی شوی ؤ .

پينټاگون د زيارت په ورځ وئيلي ، چې په شام کې ترسره شوې امريکايي ډرون بريد کې د تيونس سره تعلق لرونکی د داعش ډلې مهم مشر وژل شوی دی .

طارق بن تحار العوني الحضري به د داعش ډلې دپاره چندې يو ځايې کولې او د غېر ملکيانو جنگيالو د راوستو د کار مشري يې په غاړه وه .

د امريکې خارجه محکمې (سټېټ ډيپارټمنټ) لخوا د هغه نوم " د خودکش بمبارو امير" اېښودی شوی ؤ .

د پينټاگون وياند کېپټن جېف ډيوس وئيلي ، الحضري په ۱۶م جون په شدادي کې امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی ؤ .

ډيوس وئيلي د الحضري د وژنې سره به د داعش د بهر ملکونو نه د جنگيالو سيمي ته راوستو او بهر ته لېږلو کار اغېزمند شي .

امريکې تېر کال په سرکاري توگه الحضري ترهگر گرځولی ؤ .

د امريکې د خزانې محکمې الحضري او هغه سره په اووه نورو کسانو اقتصادي بندېزونه لگولي ؤ ، چې په اړه يې وئيل کېده دويې په داعش او نصره فرنټ ډلو کې د گډون کوؤنکو بهرنيانو د راوستو سره مالي مرستې کړې وې .

په شام کې دغه دواړه ډلې د امريکې په مشرۍ د اتحاد په نخښه دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG