لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نائيجيريا: د بوکوحرام په حمله کې ۱۵۰ کسان وژل شوي


چارواکو وئيلي د شورو په ماښام د چهاډ جهيل سره نزدې کوکاوا علاقه کې ۹۷ کسان وژل شوي وو .
چارواکو وئيلي د شورو په ماښام د چهاډ جهيل سره نزدې کوکاوا علاقه کې ۹۷ کسان وژل شوي وو .

د تُندروه ډلې بوکوحرام مشکوکو وسله والو د نائيجيريا په شمال ختيز کې يوه حمله کې ۱۵۰ کسان وژلي دي .

د راپورونو ترمخه چارواکو وئيلي د شورو په ماښام د چهاډ جهيل سره نزدې کوکاوا علاقه کې ۹۷ کسان وژل شوي وو .

او عيني شاهدينو وئيلي وسله يو جمات ته ننوتي او د روژه ماتي وروستو يې په جومات کې په خلکو ډزې کړي دي او د هغې وروستو يې په کورونو حملې کړي او زنانه يې وژلي دي .

يوه بله پېښه کې چې د نهې په ورځ د منگونو علاقې سره نزدې رامنځته شوې وه ۴۸ کسان پکې وژل شوي وو .

د عېني شاهدينو په وينا وسله والو لمړی ښځو او سړو ته د يو بل نه د جدا کېدو ووئيل او بيا يې پرې ډزې پېل کړې .

دغه دواړه سيمې چې د بورنو رياست برخه دي د شپږو کالو راهسې ورته د بوکوحرام مرکز وئيلی شي . او په مئ کې صدرمحمدبوهاري د چوکۍ سمبالولو وروستو دغلته حملې زياتې شوي چې تور يې په بوکوحرام لگولی شي.

تېره مياشت صدر د بوکوحرام د وهلو دپاره د پوځي کمان مرکزد رياست پلازمينې مېدوگري ته منتقل کړی ؤ . نائيجيريا او نور نزدې څلور ملکونه د يو گډ ځواک جوړولو هڅه کوي چې د دغه ډلې په ضد عمليات وکړي .

يوکوحرام چې د حوثا ژبې ټکی دی معنې يې ده "مغربي تعليم گناه دی " دغې ډلې د کال ۲۰۰۹م نه په يوشمېر کليو، بازارونو، بس سټېشنو، حکومتي ودانو او عبادت په ځايونو بريدونه پېل کړي دي .

راپورونه وايي د بوکوحرام د تُندلاريتوب له امله نزدې ۱.۵ ملينه خلکو نائيجيريا پرېښودې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG