لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : دفرخندې وژلو کې دککړو څلورو کسانو دمرگ سزا منسوخ


 دغه پريکړه دشورو په ورځ دبندو دروازو تر شا داوريدنې په مهال شوې.
دغه پريکړه دشورو په ورځ دبندو دروازو تر شا داوريدنې په مهال شوې.

په افغانستان کې يوې محکمې دهاغو څلورو کسانو دمرگ سزا منسوخ کړې چې سږکال يې دقران دسپکاوي دبې ځايه تور په اساس ديوې افغاني ميرمنې فرخندې په وژلو کې برخه لرله.

٢٨ کلنه فرخنده سږکال دمارچ په مياشت کې کابل کې پاريدلو خلکو په يو مزار سنگسار کړې وه، په کوتکونو يې وهلې وه، په بدن يې يو گاډى ورخيژول شوى ؤ اؤ وروستو سوځول شوې وه.

عدالت دمزار ساتونکى هم بري کړى، دفرخندې دکورنۍ غړو اؤ دبشري حقونو لپاره کارکوونکو په دغه پريکړه دغصې څرگندونه کړې.

دغه پريکړه دشورو په ورځ دبندو دروازو تر شا داوريدنې په مهال شوې.

داپيلونو دمحکمې قاضي، عبدالناصر مريد په دغه اړه خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ته دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دريوؤ تورنو کسانو ته د٢٠ؤ کلونو دبند سزا ورکړل شوې اؤ څلورم د١٠ؤ کلونو لپاره جيل ته ليږل شوى.

دفرخندې دوژنې په معامله کې عدالت په ٦مه مئ څلورو کسانو ته دمرگ سزا اورولې وه،٨ؤ کسانو ته د١٦ؤ کلونو دبند سزا هم اورول شوې وه اؤ د٨ؤ پوليس عسکرو په گډون ٢٦ کسان بري کړى شوي وؤ، وروستو عدالت هاغه ١١ؤ پوليسو ته ديو، يو کال بند سزا اورولې وه چې دپاريدلو خلکو څخه يې دفرخندې دژوند بچ کولو لپاره گامونه نۀ وؤ اخستي.

افغانستان کې په عامه توگه جنازه سړي اوړي خو دا لمړۍ موقع وه چې ددغه زنانه جنازه دسړو پځايې ښځو وړې وه.

دغه پيښه کې ککړ کسان دموبائيل فون له لارې دجوړې کړل شوې ويډيو په مرستې سره نيول شوي کومه چې دټولنيزو رابطو په ويب سائټ لوډ کړل شوې وه.

کابل کې په رڼا ورځ دپاريدلو خلکو له لوري ددغه زنانه دوژنې په ټول افغانستان کې عامو خلکو اؤ دمدني ټولنې لخوا دسختې غم اؤ غصه څرگندونه شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG