لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي افغانستان کې دامن دعمل ملاتړ کوي


قاضي خليل الله ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال وويل پاکستان اؤ افغانستان دواړه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره يو بل سره مرسته کوي
قاضي خليل الله ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال وويل پاکستان اؤ افغانستان دواړه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره يو بل سره مرسته کوي

پاکستان خپل گاونډي هيواد افغانستان کې دافغانانو په مشرۍ دامن اؤ جوړجاړي دعمل دملاتړ کولو په اړه خپل دريځ تکرار کړى اؤ وئيلي يې دي چې سيمه کې دامن اؤ ثبات لپاره افغانستان سره ښو اړيکو ته ليواله دى.

دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وويل چې پرامنه، باثباته اؤ خوشحاله افغانستان دپاکستان په گټه دى اؤ دافغانستان په کورنو چارو کې دعدم مداخلت تگلاره دافغانستان په اړه دپاکستان دتگلارې مهمه برخه ده.

پاکستان افغانستان سره دښو اړيکو دخواهش اؤ افغانستان کې دامن دعمل دملاتړ په اړه دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره اوونۍ دافغانستان استخباراتي ادارې دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي يو افسر په افغان پارلمان ترسره شوي بريد کې ککړ بللى ؤ.

همدغه شان تيره ورځ دميډيا راپورونو کې وئيل شوي وؤ چې دپاکستاني اؤ افغان ځواکونو ترمينځ دجنوبي وزيرستان ايجنسۍ دانگور اډې سيمې سره نزدې سخته نښته شوې چې پکې دواړو خواؤ ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

خو پاکستان په افغان پارلمان دشوي بريد غندنه کړې وه اؤ دافغانستان له لوري لگول شوي تورونه يې رد کړي وؤ.

قاضي خليل الله دافغانستان له لوري شوې هاغه دعوه هم رد کړې چې پکې دهغه په قول وئيل شوي وؤ دانگور اډې سره نزدې دروازه به په افغان پوله جوړولى شي اؤ وې وئيل چې دروازه به دپاکستان په پوله جوړولى شي.

دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دمذاکراتو په اړه قاضي خليل الله وويل پاکستان دغو مذاکراتو کې مرسته ورکوي اؤ چين افغانستان کې امن اؤ ثبات کې خوښي لري.

تيره ورځ دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي وؤ هغه وويل که د ډيورنډ په کرښه هر ډول اقدام کيږي د دواړو هيوادونو دتفاهم په چوکاټ کې به ترسره کيږي اؤ که چرې باکستان دغسې نه کوي نو زمونږ ځواکونه پراخه صلاحيت لري چې داقداماتو مخنيوي يې وکړي .

پاکستاني چارواکو که هر څو په بيلا بيلو موقعو دافغان امن عمل کې دملاتړ اؤ اسانتيا ورکولو ژمنې کړي اؤ دافغانستان دښمن يې خپل دښمن گرځولى خو پاکستان سره داړيکو په اړه دافغان حکومت رويه کې بدلون وروستو له هغې وليدل شو چې څو اوونۍ دمخه دافغانستان صدر اشرف غني ديو خط له لارې اسلام اباد څخه غوښتنه وکړه چې نور دې دافغان طالبانو ملاتړ پريږدي اؤ وروستو يې دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې يوې غونډې ته وويل چې ‌طالبان خو د کور خلک دي بايد هغوئ سره له سولې وړاندې پاکستان سره د سولې خبرې وکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې دتيرکال اخره کې دامريکا په مشرۍ د١٣ کلنې جگړې پاې ته درسيدو څخه وروستو سږکال افغان حکومت دبهرنو ځواکونو دفضائي ملاتړ څخه پرته دسلامتۍ دچيلنجونو سره مخ دى اؤ دطالبانو له لوري دسپرلي دروايتي جگړې داعلانيدو څخه وروستو دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده چې پکې په لسگونو عسکر اؤ اولسي وگړي وژل شوي دي.

پاکستان اؤ افغانستان دخفيه ادارو ترمينځ دترهه گرۍ په ضد دتړون په اړه هم کابل کې داشرف غني په حکومت نيوکې کيږي.

افغان قانون سازان اؤ ميډيا دپاکستان اؤ افغانستان دخفيه ايجنسو ترمينځ دترهه گرۍ په ضد دمرستې په اړه ددغه تړون داجازې ورکولو له امله په صدر اشرف غني په داسې حال کې سختې نيوکې کوي چې دطالبانو لخوا سږکال دسپرلي دروايتي جگړې څخه وروستو په ټول افغانستان کې دترهه گرۍ اؤ تشدد پيښو کې سخته اضافه راغلې چې پکې په لسگونو خلک وژل شوي دي اؤ له دې امله په اشرف غني پاکستان سره داړيکو دښه کولو دهڅو پسر فشار سيوا شوى دى.

ځينې مبصرين وائي چې دصدر اشرف غني لخوا دپاکستان خفيه ادارې ائي ايس ائي سره ددغه تړون مقصد په اصل کې دطالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو لپاره دپاکستان په رويه کې نرمي پيدا دي.

قاضي خليل الله ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال وويل پاکستان اؤ افغانستان دواړه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره يو بل سره مرسته کوي

هغه وويل دواړه خواوې دخپل مينځي باور اؤ هم اهنگۍ په خاطر يو بل سره مثبت تماسونه نيسي اؤ زياته يې کړه چې پاکستان دترهه گرۍ په ټولو شکلونو کې غندنه کوي.

ملگرو ملتونو کې دپاکستان دمستقل استازې مليحه لودهي اسلام اباد ته دورغوښتل کيدو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې قاضي خليل الله وويل چې هغه پلازمينه کې دمعمول دصلاح مشورو لپاره موجوده ده.

روس کې دشنگهائي دمرستندويه تنظيم دغونډې په مهال دوزيراعظم نواز شريف اؤ دهغه دهندي سيال نريندر مودي ترمينځ دممکنه ليدنې په اړه وياند وويل چې په دغه يو اړخ هم بل سره تماس نۀ دى نيولى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG