لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني په لمړي ځل يوه ښځه دسترې محکمې قاضي نومولې


 دسترې محکمې لپاره ددغه ښځينه قاضي دنومولو اعلان داسلامي قدامت خوښو ديوې ډلې دمخالفت امله روانه مياشت کې ځنډول شوى ؤ.
دسترې محکمې لپاره ددغه ښځينه قاضي دنومولو اعلان داسلامي قدامت خوښو ديوې ډلې دمخالفت امله روانه مياشت کې ځنډول شوى ؤ.

دافغانستان صدر اشرف غني دهيواد په تاريخ کې په لمړي ځل سترې محکمې لپاره يوه زنانه قاضي نومولې ده چې ورسره چې ځينو اسلامي قدامت خوښو په دغه گام دغصې څرگندونه کړې ده.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دافغانستان جج ايسوسي ايشن مشره اؤ دکمرو عمرو کسانو دعدالت زنانه قاضي انيسه رسولي يواځينۍ زنانه ده چې دسترې محکمې دنهه کسيز بينچ لپاره نومول شوې ده.

دسترې محکمې لپاره ددغه ښځينه قاضي دنومولو اعلان داسلامي قدامت خوښو ديوې ډلې دمخالفت امله روانه مياشت کې ځنډول شوى ؤ.

دښځو دحقونو لپاره کارکوونکو اؤ دډپلوماټانو يوې غونډې ته دافغانستان صدر اشرف غني وويل چې په دې اعلان کولو وياړ کووم چې په لمړي ځل ما دسترې محکمې لپاره يوه ښځه نومولې ده

دافغانستان صدر وويل دسترې محکمې لپاره ديوې زنانه په ټاکلو سره عدالتي نظام نۀ بدليږي، مونږ ددې لپاره دعالمانو بشپړ ملاتړ لرو

اشرف غني وويل غواړي ټول وزارتونه زنانه مرستيالې وزيرانې وټاکي.

افغانستان کې دسترې محکمې دقاضي په توگه دکار پيل کيدو لپاره انيسه رسولي ته لا اوس هم دپارلمان څخه دمنظورۍ اړتيا ده، دهغې دغه نامزدگي داشرف غني ديو والي دحکومت له لوري لوړو حکومتي چوکو پورې دښځو درسولو دهڅو برخه ده.

دافغانستان داساسي قانون ترمخه دسترې محکمې قاضيان دلسو کلونو ټاکلې موده لري، داپريل په مياشت کې قانون سازانو دصدر اشرف غني له لوري دکابينې دعهدو لپاره دنومول شوؤ کسانو منظوري ورکړې وه چې پکې څلور ښځې هم شامل وې.

صدر اشرف غني دوړاندې څخه دافغانستان دغور اؤ دايکندي ولايتونو لپاره دوه زنانه گورنرانې يا واليانې ټاکلي اؤ دهغه ددغه گام دبشري حقونو لپاره کارکوونکو ستائينه کړې ده.

له دې وړاندې سږکال دجون په مياشت کې دسترې محکمې لپاره دزنانه قاضي دممکنه ټاکنې په ضد دافغانستان په پلازمينه کابل کې دمُليانو يوې ډلې احتجاج کړى ؤ.

افغانستان کې دکال ١٩٩٦ء څخه کال ٢٠٠١ء پورې دبنيادپرستو افغان طالبانو دحکومت په مهال ښځو ته دمحرم څخه پرته دکورونو څخه دوتلو اجازه نۀ ورکړل کيده اؤ هغوي دتعليم پشان دبنيادي حقونو څخه هم محرومې ساتل شوې وې.

په ٢٠٠١ء کې دامريکا له لوري دطالبانو دحکومت دتختې اړولو څخه خواؤشا ١٤ کاله وروستو افغان زنانه ؤ اوس زيات پرمختگ کړى اؤ اوس که يو لوري ته ښځينه قانون سازانې موجودې دي نو بل لوري ته په دغه هيواد کې زنانه امنيتي ذمه وارۍ هم ترسره کوي

خو دښځو دحقونو لپاره کارکوونکي وائي اوس هم لا ډير څه کول پاتې دي.

سږکال دمارچ په مياشت کې دافغانستان پلازمينه کابل کې دقهريدلو اؤ پاريدلو خلکو يوې ډلې په يوې ښځې په دروغه دقران پاک دسپکاوي تورونه لگوي وؤ اؤ هغه يې په بې دردۍ سره وژلې وه، ددغه پيښې په نړيواله کچه غندنه شوې وه اؤ افغانستان کې يې په ضد احتجاجونه شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG